کرکټ بورډ او شاپور ځدران بیا اوښتي

خبریال وېبپاڼه / شپږیزه کرکټ لیګ: کرکټ بورډ په شپږیزه کرکټ لیګ کي د مس عینک لوبډله په غېر قانوني ډول په بل سوداګر پلورلې.

د افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکي پړاو شپږیزه کرکټ لیګ لپاره یو ځل بیا د لوبډلو په پلورلو پیل کړی وه ، خو ویل کېږي چې شاپور ځدراڼ اړوند د مس عینک لوبډله یې په غېر قانوني توګه په یو بل سوداګر پلورلې ده.

همدارنګه ، ویل کېږي چې شاپور ځدراڼ سره په شپږیزه کرکټ لیګ کې د مس عینک لوبډلې لپاره درې کلن قرارداد ترسره کړي وه خو کرکټ بورډ یو کال وروسته اوس دغه لوبډله په یو بل سوداګر باندې پلورلې .

ورزشي خبریال ابراهیم مومند هم په دې اړه لیکلي دي او وايي چې د شاپور ځدراڼ او کرکټ بورډ ترمنځ له دې امله ستونزه راولاړه شوې ده او کرکټ بورډ له شاپور ځدراڼ غوښتي دي، چې په دې اړه دې ورسره کېني چې خبرې ورسره وکړي.

بلخوا دا هم ویل شوي دي، چې د بند امیر لوبډلې مالک وفا مل احمدزي هم له دې امله لوبډله پرېښې ده، چې له هغه سره کرکټ بورډ درې کلن تړون کړی و، خو اوس یې کرکټ بورډ بیا د پلورلو اعلان کړی دی.

د یادولو وړ ده چې تېر کال هم یوه لوبډله تر پای پورې نه وه پلورل شوې، سږکال بیا تراوسه پورې درې لوبډلې پلورل شوي دي، چې د لوبډلو مالکانو په ټولنیزو رسنیو کې معلومات خپاره کړي دي، خو کرکټ بورډ تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com