خبریال وېبپاڼه / افغان لوبغاړو ويزې ترلاسه کړې او ممکن سبا د پاکستان په وړاندې لوبو ته روان شي.
يو شمېر پاکستاني رسنۍ وايي چې افغان لوبغاړو او ورسره مل پلاوي نن د پاکستان ويزې ترلاسه کړې چې په اساس به يې وکولی شي، د پاکستان په وړاندې لوبو لپاره سرېلانکا ته ورسیږي.
د معلوماتو له مخې افغان لوبډله به د ځمکې له لارې لومړی پېښور، ورپسې اسلام اباد او بيا د هوا له لارې له هغه ځايه متحده عربي اماراتو او بيا سرېلانکا ته سفر ولري.
د پاکستان په وړاندې لوبو لپاره افغان لوبډله له څو ورځو راهیسي کابل کې انتظار وه، تر څو د ملکي الوتنو له پيليدو سره سرېلانکا ته وخوځيږي خو بالاخره يې بديله لار غوره کړه.
له بلې خوا د پاکستان کرکټ بورډ لا تردې مهاله د افغانستان په وړاندې نه خو لوبډله اعلان کړې او نه يې هم په لاهور کې پلان شوی تمريناتي کيمپ پيل کړی دی.
د ويلو ده چې تر دې وړاندې د پاکستان کرکټ بورډ له افغان کرکټ بورډ څخه غوښتي وو تر څو د دواړو هيوادونو ترمنځ يادې لوبې په پاکستان کې وشي، کوم وړانديز چې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري رد شوی دی.
په ورته وخت کې داسې راپورونه دي چې په سرېلانکا کې د کرونا ناروغۍ د چټکې پراختيا د مخنيوي لپاره عمومي ګرځبنديز لګيدلی کوم څه چې ممکن د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبو ته يو بل سرخوږی را پيدا کړي.