پاکستان د راتلونکي نړیوال جام لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

خبریال وېبپاڼه / راتلونکي شل اوريز نړيوال جام ته د پاکستان لوبډله اعلان شوه

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۱م کال د راتلونکي شل اوريز نړيوال جام لوبې د روان میلادی کال د اکټوبر مياشتې پۀ ۱۷مه نېټه پۀ عمان او متحده عربي اماراتو کې پيل شي، دا لوبې به پۀ دوه پړاوونو کې ترسره کېږي چې لۀ لومړي پړاو څخه به څلور لوبډلې دوهم پړاو يا رَونډ ته لاره پيدا کوي او لۀ مخکې معلومو ۸ لوبډلو سره به دوه ګډ ګروپونه جوړوي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د هند کرکټ ملي لوبډله او نیوزيلینډ کرکټ ملي لوبډلي پۀ يوۀ ګروپ کې دي چې لۀ ډلې به يې لومړۍ لوبه د اکټوبر پۀ ۲۴مه د هند کرکټ ملي لوبډلي اود پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي، د نړیوال جام لپاره ځینو کرکټ بورډونو خپلې لوبډلې لۀ مخکې اعلان کړي او ځيني نورې به يې لنډ وخت کې اعلان کړي.

لۀ دې ډلې څخه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي د راتلونکي نړیوال جام ته خپله لوبډله نن اعلان کړه چې په کې پخواني لوبغاړي؛ سرفراز احمد، شعيب ملک او محمد عامر ته ځای نه دی ورکړل شوی، که څۀ هم محمد عامر لۀ نړېوال کرکټ څخه استعفاء کړې خو ګڼ مينه وال يې ټاکل کېدو ته سترګې پر لار وو.

راتلونکي نړیوال جام کې به د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشري بابر اعظم کوي ورسره به شاداب خان، آصف علي، اعظم خان، حارث رؤوف، حسن علي، عماد وسيم، صهيب مقصود، محمد حفيظ، خوش‌دل شاه، محمد حسنین، محمد نواز، محمد رضوان، محمد وسيم او شاهين افريدي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي پۀ ګټه لوبېږي.

په ريزرف لوبغاړو کې بیاہ فخر زمان، شاه نواز دهاني عثمان قادر شامل دي.

پاکستان کرکټ ملي لوبډله به د شل اوریز نړیوال جام کې د ګډون په هدف متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي او هلته به په خپل ګروپ کې خپله لومړنۍ لوبه په څلورويشتم د اکتوبر د سرسخته حريف هند په وړاندې وکړي.

دوهمه لوبه به د نيوزيلاند کرکټ ملي لوبډلي سره ترسره کړي او دريمه لوبه به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي سره ترسره کړي وروستۍ دوه نورې لوبې د کواليفای پړاو څخه د راغلو لوبډلو سره ترسره کړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com