The news is by your side.

بایډن د۲۲۰ زره امریکایانو قاتل باید ولسمشر نسي

خبریال ویبپاڼه/ د امریکا ولسمشریزې ټاکنې  ورځ تر بلې نژدې کیږي چې او ورته ولاړ دوه سیالان جو بایډن او ډونالډ ټرمپ د مناظرو او نورو رسنیزو غونډو پر مټ یو بل ته ډیري عجبې خبرې کوي

جوبایډن د یوې تازه مناظرې پر مهال ډونالډ ټرمپ قاتل او سرګردانه بللی هغه د کرونا د رامنځ ته سوي بهران په هکله وویل چې د ۲۲۰ زره امریکایانو د وژنې مسؤل همدا ټرمپ دی او باید داسې یو کس د امریکا ولسمشر نسي

دوی یو پر بل د فساد تورونه هم ولګول، ټرمپ د کرونا سره د مبارزې په برخه کې د خپلو کړنو یادونه وکړه او ويې ویل چې له کرونا سره يې سخته مبارزه کړې او د ګڼو بهرنیو مشرانو ورته د ګټوونکي به توګه مبارکي ویلې

دوی دواړو په خپله وروستۍ مناظره کې یو پر بل  سخت انتقادونه وکړل ټرمپ پر بایدن تور پوري کړ چې له روسيې څخه يې پیسې اخیستې

د امریکا دا ټاکنې به د نورو کلونو د ټاکنو په هکله ځانګړې وي په دي ټاکنو کې به ډیر شمېر کډوال رایه اچونه وکړي او د رایه ورکوونکو شمېر په دې ټاکنو کې تر نورو هر وخت ټاکنو زیات وي د راپورونو له مخې په دې ټاکنو کې به د امریکا ۳۲ میلیونه وګړي خپله رایه وکاروي

د ټرمپ د کمزوري کولو لپاره هڅې روانې دي جو بایډن چین کې د ټرمپ بانکي حساب ته په اشارې هغه هم تورن کړ چې  له بهرنیانو پیسې اخلي ولسمشر ټرمپ هم منلې چې په چین خپل بانکې حساب لري

د دې بانکې حسا په هکله ویل سوي چې تراوسه ټرمپ له دې باندې حساب څخه زرګونه ډالر مالیه هم ورکړې خو حال دا چې تر ولسمشر کیدو مخکې يې په خپل هېواد ډیره لږ مالیه ورکړې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.