د کرونا لپاره درمل تائید سول

خبریال ویبپاڼه/ تر اوسه په نړۍ کې څه باندې ۴۲ میلیونه انسان د کرونا په ناروغي اخته سوې چې د هغې له جملې څخه تراوسه پوري څه کم ۱۲ لکه انسانان وژل سوي او شاوخوا ۳۱ میلیونه ترې جوړ سوي دي

د نړۍ ډیری هېوادونو د دې ناروغي په لومړیو کې هڅه وسوه ترڅو د کرونا درمل ژر تر ژر جوړ کړي خو هیڅ یو هېواد ونه توانید چې د کرونا ضد واکسین جوړ کړي اوس تازه راپورنه وايي چې یو شرکت په دې توانیدلی ترڅو د کویډ ۱۹ د درملنې لپاره یو ډول درمل تائید کړي

د امریکا د خوړو او درملو جوړولو ادارې داسې یو درمل تائید کړي چې ښايي د کرونا درملنه پرې وسي هغوی دا درمل په رسمي ډول سره تائید کړي

دې ادارې د ګیلاد ساینس د درمل جوړولو شرکت یو ډول درمل چې د ویکلوري په نوم یادېږي تأیید کړل

دامریکا د خوړو او درملو جوړولو ادارې کمېشنر ستیفن هان وویل چې دادرمل د کرونا ناروغي په مقابل کې مهم ساینسي پرمختګ دی او دا درمل له ډیرو ازموینو او څېړونو وروسته تائید سوي دی دا درمل د ویکلوري په نوم یادیږي او دا درمل د کرونا ناروغي پرمهال ټرمپ ته هم ورکول سوي وو

د کرونا وبا تازه مالومات ښيي چې په ټوله نړۍ ۲۴ میلیونه ۳زره ۱۳۱ کسان په دې ناروغي مبتلا سوي چې له دې جملې څخه ۱میلیون، ۱۴۲ زره ۸۷۴ کسان يې تر اوسه مړه کړي او همداشان ۳۱ میلیونه ۱۹۰ زره ۹۷۳ سوه کسان بیا ترې جوړ سوي چې لاهم په ځینو اروپآيي هېوادونو کې خلک د کرونا د دویمې څپې انتظار کوي د ټولو هېوادونو په سرکي امریکا راځي چې تر اوسه يې ۸ میلیونو څخه زیات کسان په کرونا مبتلا سوي

د هوا په یخیدو سره لا کرونا ښايي په نړیواله کچه یوځ بیا قوي را وګرځي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More