The news is by your side.

طالبان د امریکا د ګټو ساتوونکي سوي

خبریال ویبپاڼه/ لانګ وار ژونال په یوه تازه خپرونه کې ویلي چې طالبان د امریکا د ګټو ساتلو ته عملا په کار سوي تر دې وړاندي هم داسې راپورونه خپاره سول چې امریکا له طالبانو د بلک واټر په توګه کار اخلي

د افغانستان له اتلس کلنې جګړې وروسته چې امریکا او طالبان یو د بل پر ضد وجنګیدل اوس تر سیاسي جوړجاړي وروسته ښايي یو د بل د ګټو ساتنه هم وکړي لانګ وار ژورنال په خپل راپور کې د داعش پر ضد عملیات د طالبانو پر مستقیمه غوښتنه او ملاتړ تر سره سوي

دي،

له دې سره هممهاله امریکايي ورځپاڼې واشګنټن پوسټ د یو لړ امریکايي پوځي سرچینو په حواله ویلي چې د طالبانو له لوري ځمکني او امریکایانو له لوري هوايي بریدونو په هکله د امریکا اوطالبانو همغږي او غوښتنه په ګوته کوي او د عملیات په همغږي مخ ته ځي دا ژورنال وايي د دوحې د پټو او ښکاره هوکړو له مخې  طالبان او امریکا نویو پړاونو ته ننوزي او ښايي نور نوي بدلونونه هم  تر سترګو سي.

تر دې وړاندې هم داسې ګنګوسې او شکونه موجود وو چې امریکا به د داعش پر ضد له طالبانو کار اخلي له دې څخه داسې ښکاري چې د طالبانو او امریکا ترمنځ پټې معاملې حتمي موجودي دي

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د طالبانو او داعش وسلوالو ترمنځ درنې جګړې ترسره سوې چې اوس په دې ولایت کې د داعش ډلې حرکات تر ډیره کم سوي دي خو لاهم  په ډیری سیمو کې د داعش څرکونه تر سترګو کیږي

امریکا اونور متحدین داعش د افغانستان لپاره راتلوونکی ګواښ بولي او وايي چې باید اوس لا له منځه یو وړل سي له دې سره ترڅنګ د منځنۍ اسیا هېوادونو او  روسیې هم په دې هکله خپلې اندېښنې لا له وړاندې ویلې دي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.