The news is by your side.

رویا رحماني د فساد په تړاو د استعلام په ځوابولو کې پاتې راغلې

خبریال وېب پاڼه/ د ولسي جرګې د مالي او بودجې چارو کمېسیون په واشنګټن کې د افغانستان د سفیرې رویا رحماني څخه د خپل پلاوي استعلام خپور کړ.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو د استازي او د یاد کمېسیون د غړي ښاغلي جاوید ساپي له خوا، په امریکا کې د افغانستان د سفیرې مېرمن رویا رحماني څخه د یاد سفارت د دېوال په قضیه او اړوندو مسایلو کې پنځه ویشت پوښتنې شوي دي.

خو د کمېسیون په خبره سفیرې د ولسي جرګې د دغه استعلام له ځوابولو ډډه کړې چې دا پخپله پر نوموړې د فساد د تورونو تائید کوي.

دغه راز د مقننه قوې د استعلام څخه سرغړونه ولس ته د مسئولیت څخه د سرغړونې په توګه تعبیرېږي.

ولسي جرګه له حکومته غواړي چې د فساد په دغه قضیه کې ټول ښکېل اشخاص د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې تعقیب او مجازات کړي.

د امریکا متحده ایالتونو لپاره د افغانستان سفیره رویا رحماني د سفارت د دېوال په قضیه کې د مالي فساد له امله د لويي څارنوالۍ له خوا کابل ته غوښتل شوې وه او ورته ویل شوي وو چي د وږي (سنبلې) پر درېیمه باید کابل کې حاضره اوسي، خو نوموړې په هغه نېټه حاضره نه شوه.

د جولای میاشتې پر ۱۱مه په واشنګټن کې د افغان سفارت د یوه ۸۸ متره دېوال په قضیه کې د نږدې دوه میلیونه ډالرو د فساد تر سندونو خپرېدولو وروسته، تر اوسه د سفیرې رحماني د ګوښه کولو په هکله حکومت کوم اقدام نه دی کړی.

رویا رحماني‌ چې د کاناډا اوسېدونکې افغانه ده ؛ تر دې وړاندي‌ هم په ورته کړنو تورنه بلل شوې ده، پر نوموړې تور دی چې ژبني اورته لمن وهي او اکثره پرېکړي‌ د خپلو شخصي ګټو پر بنیاد کوي‌.

واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د اوسنۍ سفیرې رویا رحماني د اداري فساد په هکله تر دې وړاندي د خبریال ډاټ کام د پرله پسې راپورونو او معتبرو سندونو خپرېدو په دوام، د افغانستان تلویزوني شبکو هم تېر کال نوي افشا ګرۍ وکړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.