The news is by your side.

هلمند کې د سرې قطعې قوماندان په ګډون ۲۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریال وېب پاڼه/ د هلمند په شمول په ډېری ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو ډېری سيمي تر خپل واک لاندې راوړي.

افغان دولت ادعا کوي چې اوس مو د لاسه وتلو سیمو باندې عملیات شروع کړي چې ډېر ژر به نوي پوستې جوړي او افغان ځواکونه به په یادو سیمو کې ځای پر ځای شي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو د مطبوعاتو مسؤول وايي، په هلمند او نیمروز ولایتونو کې د څو ورځو څخه د سیمو نیولو لپاره پراخ عملیات پیل شوي.

د یادو عملیاتو په مټ به هغه سیمې چې په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو نیولي افغان ځواکونه تر خپل کنټرول لاندې راولي تر څو د جګړې د سیمو څخه راغلې کورنۍ خپلو کورونو ته ستنې شي او د امن په فضا کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو د مطبوعاتو مسؤول زیاته کړه چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې هلمند او نیمروز ولایتونو کې د افغان امنيتي و دفاعي ځواکونو سره په جګړه کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې قوماندان(حاجي مظلوم) په ګډون ۱۵ وسله وال طالبان وژل سوي او ۹ نور ټپيان دي.

یاد مسؤول زیاتوي چې د تیرې ورځې څخه وسله والو طالبانو د هلمند ولايت په ناوې، نهر سراج، نادعلي او د نيمروز ولايت خاشرود ولسوالیو کې پر يو شمير امنيتي پوستو د بریدونو پلان درلود، چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د وسله والو طالبانو د بريدونو مخنيوی او د یاد پلان مخه يې ونیول.

چې په پایله کې يې د حاجي مظلوم په نوم د وسله والو طالبانو د سرې قطعې قوماندان په ګډون ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.

هغه زیاتوي چې دافغان امنيتي و دفاعي ځواکونو په دغو بريدونو کې د وسله والو طالبانو ۴ عرادې وسايط او ګڼ شمېر وسلې هم له منځه وړي دي. او افغان ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.