The news is by your side.

روزګان کې د کرېکټ ۴۶ ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

خبریال وېب پاڼه/ د روزګان ولایت مرکز ترينکوټ کې د یو ځوان په مالي ملاتړ ۴۶ ورځنۍ د کرکټ سیالۍ تېره ورځ ناوخته د ټایګر لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د روزګان په یو خاورین او شیګلن لوبغالي. د کرېکټ ۲۰ اوريزي سیالۍ چي د خپلواکۍ د ۱۰۱ مي کلیزي په ویاړ جوړې شوې وې ۱۴ لوبډلو ګډون په کې ګډون درلود.

چي ټایګر کرکټ لوبډلې لومړی مقام، عابد لوبډلې دوهم مقام او تالاني لوبډلې دریم مقام خپل کړ.

ذبیح الله الفت، چې د یادو سیالو مالي ملاتړ يې کړی، د پای لوبې په مراسمو کې ګټونکو لوبډلو ته مبارکې ورکړه او زیاته يې کړه چې دولت باید د روزګان ولایت د ورزشکارانو سره همکاري وکړي او لا یې تشویق کړي چې ورزش ته مخه کړي.

همدا راز له خصوصي سکټور څخه يې هم غوښتنه وکړه چي د ځوانانو ملاتړ وکړي تر څو په یاد ولایت کې ځوانان د څو شېبو له پاره په خوشحالۍ او صميميت کي تېرې کړي.

بل لور ته بیا هغه لوبغاړي چي په یادو سیالیو کې يې برخه اخیستې وايي، خوښ یوو، چي زموږ له پاره یو ځوان د کرېکټ سیالۍ په لاره اچولي او پر نورو ځوانانو او تجارانو يې هم غږ وکړ چې د ورزش کارانو ملاتړ وکړي تر څو نور ځوانان هم ورزش ته مخه کړي او د ناوړه کړنو څخه لاس واخلي.

یادو لوبغاړو د کرکټ بورډ له مسؤولينو وغوښتل چې په روزګان ولایت کې دې د کرکټ لوبغالی جوړ کړي د دوی په خبره چي اوس مو سیالۍ په یوه شګلن میدان کې تر سره کړې چې د لوبي پر مهال د ګڼو ستونزو سره مخ وو.

په ورته وخت کي د روزګان د کرېکټ بورډ مسؤول جمال الدین ملت وايي، خوښ یم چي روزګان کې داسې ويښ ځوانان لرو چې د ورزشکارانو په یو ځای والي کې راسره مرسته کوي او د ځوانانو له پاره د یووالي زمينه برابره وي.

هېره دې نه وي چې څو ورځې وړاندې په ياد ولایت کي د والیبال او فوټبال سیالۍ هم ترسره شوې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.