The news is by your side.

طالبان په لویې لارو کې عام خلک وژنې

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان د نورو ولایتو زابل هم په وروستیو کې زیات نا امنیه سوی په د دې ولایت په مرکز کې چریکي او هدفي وژنې له ښار څخه دباندې پر لویو لارو د طالبانو شتون او په ولسوالیو کې پیښ امنیتي ګواښ د دې ولایت اوسیدونکي خورا اندېښمن کړي دي

د کابل کندهار لومړی نمبر لویه لاره چې هره ورځ پرې زرګونه  لوی او واړه موټر تګ راتګ کوي اوس له د امنیتي ننګونو سره مخ ده او کله چې له کلات ښاره پنځه کیلومتره د کابل لورته ځې د وسلوالو طالبانو فعال چک پآنټ تلاشۍ محل دی چې هره ورځ پر دغه تالاشي ځای دولتي کسان کښته کیږي

هغه کسان چې د دې لارې له نا امنیو خبر وي هیڅکله پرې سفر نکوي او د لته روان وحشت هیڅ انسان او د سیمې اوسیدونکي ته د زغم وړ نه ده د یو شمېر کسانو چې تر  دې وړاندې يې هم ویلي وو، اوس دغه سیمه د طالبانو په قصابه مشهوره ده، او تر دې څه موده وړاندې د کلات ښار کاکړانو په سیمه کې د طالبانو له دې وژن ځای څخه دوه یا درې جسدونه په ورځني ډول کلات ته راوړل  کیدل

د دې ټولو ستونزو سره هممهاله د زابل اوسیدونکي او د ولایتي شورا رییس هم وايي چې د کابل کندهار پر لویه لاره طالبان خلک له موټره کښته کوي اودوی فعال د تلاشۍ ځایونه لري

دا اوسیدونکي وايي چې د امنیتي مسؤلینو کمزوری ماموریت د دې لامل سوی چې د کابل کندهار لویه لاره نا امنه او د کلات ښار امنیت هم ګډ وډ سي.

امنیتي مسؤلین بیا وايي چې دوی د ښاري تنظیم په چارو بوخت دي او د لويي لارې امنیت ترې پاتي دی پر همدې مهال د دې  لويي لارې مسافر یو شمېر پولیسو څخه هم شکایت کوي چې په  ناقانونه ډول ترې  پیسې اخلي او ډېرو نورو سيمو کې بیا طالبان حاکم دي، چک پاینټونه یې جوړ کړي او پر عامه لار د مسافرو موټرونه تلاشي کوي.

د زابل د ولایتي شورا رییس حاجي عطاجان حقبیان وايي چې د امنیتي مسوولینو د کمزوري او ناسم مدیریت له امله طالبان توانېدلي دي، چې پر دغه لاره لوی مرکزونه جوړ کړي.

هغه وايي، له لوړ پوړو حکومتي مسوولینو سره یې ستونزه شریکه کړې او پر دغه لاره یې د لویو امنیتي کمپونو د جوړېدو غوښتنه ترې کړې.

د ولسوالیو په ګډون مرکز کې کلات کې هم امنیت ورځ تر بلې خرابیږي او اوسیدونکي يې خورا په اندېښنه کې دي هغوی له دولت د ډیري پاملرنې غوښتنه کوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.