fbpx

په هېواد کې د خپلواکۍ ورځې لپاره تيارۍ روانې دي

د زمري ٢٨مه او د اګست ١٩مه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ٩٩يمه کاليزه ده، چې په هېواد کې يې هېوادوال د لمانځلو لپاره په تياريو بوخت دي.کندوز کې د خپلواکۍ جشن

که يوې خواته له پرون راهيسې په ډېرو ولايتونو کې د خپلواکۍ د ورځې د لمانځنې پروګرامونه ترسره شوي دي او ځينې يې روان هم دي، خو ډېرو ځايونو کې خلک لا هم د خپلواکۍ د ورځې په تياريو بوخت دي، ځکه د خپلواکۍ ورځ سبا ده.کندهار خپلواکۍ ورځ

که څه هم په وروستيو کې مو ډېر لوى غمونه وليدل، چې په غزني ولايت د وسله والو بريد يې لويه فاجعه وه او همدا راز تېره ورځ د کابل په دشت برچي کې په يوه ښوونيز مرکز بريد ترسره شو، چې ډېر افغانان پکې په شهادت ورسېدل.ننګرهار خپلواکۍ شپه

د نورو کلونو په څېر سږکال د خپلواکۍ ورځ په زياته کچه لمانځل کېږي، ځکه نور کلونه به خال خال ولايتونه کې لمانځل کېده، خو سږکال د افغانستان په ټولو ولايتونو کې يې خلک لمانځنې ته تيارى نيسي.ننګرهار خپلواکۍ ورځ رکشه

د خپلواکۍ په دې ورځې کې يوې خواته تول سرکونه په ملي بېرغونو پوښ شوي دي، نو بلخوا مشهورې څلولارې هم لکه د ناوې په تور سور او زرغون بېرغ سينګار شوې ده، همدا راز خلکو په خپلو کورونو، موټرو او دوکانونو هم بېرغونه لګولي دي او د خوشحالۍ په دې ورځ کې يې خپله برخه اخيستې ده.د لغمان ځوانانپلوا