fbpx

د پاکستان له لومړي وزير کليمه هېره شوه

نن په پاکستان کې عمران خان د پاکستان د لومړي وزير په حېث د زرګونو خلکو په مخکې لوړه وکړه، چې دا هر څه په ژوندۍ بڼه په ټلويزيون هم ښودل کېدل.

د اسلام سره د نابلدتيا دا حالت دى، چې عمران خان ته هر څه ليکل شوي ورکړل شوي دي، چې د لوړې کاغذ يې په لاس کې نيولى او له هغې يې وايي، همدا راز ورسره يو قاري هم په وينا کې مرسته کوي، چې لومړى يې ورته هغه وايي او په هغه پسې يې عمران خان وايي.

خو دومره بد حالت کې دى، چې هغه ورته وايي (خاتم النبيين) او عمران خان درې ځل هڅه کوي او نه يې شي ويلاى، بيا تر دې حده پورې وغورځي، چې وه هم خاندي، داسې خندا وکړي لکه چې په (خاتم النبين) پسې خاندي، چې ولې دې ته مجبوره شو، چې اوس دا وايي او ويلاى يې نه شي.

په ويډيو کې مخکې وينو، چې د (روز قيامت) (د قيامت په ورځ) پر ځاى وايي (روز قيادت) يعنې (د مشرۍ ورځ) يعنې دى اوس په دې مشرۍ (د لومړي وزير څوکۍ) پسې دومره لېونى شوى دى، چې د لوړې په ورځ ترې هر څه هېر شوي دي، په اصل کې هر څه ترې ځکه هېر شوي دي، چې هېڅ ورته ياد نه دي.

يو سړى چې ټول عمر په برېتانيه کې تېر کړي، په پاکستان کې هم ټول عمر په عياشۍ کې تېر کړي، نو هغه به د اسلام له مبارک دين څخه څه خبر وي.

عمران خان هم يو له هغه پاکستاني سياسيونو څخه دى، چې مخکې يو په افغانستان کې د جهاد فتوا هم ورکړې وه، خو په خپله يې حال دا دى، چې دوه ټکي يې هم سهي نه شي ويلاى.

په نويمه لسيزه کې يوې نړيوالې مجلې په عمران خان يوه ليکنه خپره کړې وه، په هغه ليکنه کې يادې مجلې ويلي و، چې د کرکټ په نړۍ کې عمران خان تر ټولو زيات عياش لوبغاړى دى.

Loading...