fbpx

غازي امان الله خان او د خپلواکۍ ورځ

ليکوال : ولي افغان

د زمري ٢٨ هغه بختوره ورځ ده، چې افغانستان له ښکېلاکګر انګرېز څخه خلاص او خپلواک هېواد شو. د دې خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان و، چې ورسره زړور افغانان يو ځاى و او افغانستان يې له ښکېلاکګرو خلاص کړ.

د ١٢٩٨ لمريز کال د زمري ٢٨ د کال په ټولو ورځو کې زموږ د هېواد او ولس لپاره ډېره مقدسه ورځ ده. ټول هېوادونه د خپل استقلال او ازادۍ ورځې په ډېرې مينې سره لمانځي او ټولو هېوادوالو ته دا روحيه ورکوي، چې دوى په نړۍ کې څوک دي او هېواد يې څومره ارزښت لري.

غازي امان الله خان هغه څوک و، چې هېوادوالو او خپل ګران هېواد ته يې دا خوشحالي راوړه او اوس موږ هر کال د زمري ٢٨ په ډېره مينه او خوشحالۍ لمانځو او خپلو هېوادوالو او خپل راروان نسل ته دا ورښايو، چې موږ څوک يو او بايد له خپل هېواد سره څنګه مينه وکړو.

دا ورځ موږ ته دا راښايي چې بايد له خپل هېواد سره مينه وشي او په هر حال او هر وخت کې د خپل هېواد د ابادۍ، پرمختګ او خپلواکۍ لپاره کار وشي او هېڅوک هم دې ته پرې نه ښودل شي، چې زموږ د هېواد د خپلواکۍ، سوکالۍ، ابادۍ او پرمختګ مخه ونيسي.

غازي امان الله خان د هېواد هغه اتل و، چې په راتلونکو سلو کلونو کې به هم بيا ونه زېږي، نه يواځې د استقلال په ورځ، بايد موږ هر وخت خپل ماشومان له خپلو اتلانو سره اشنا کړو او په دې يې وپوهوو، چې دا هېواد داسې په اسانۍ نه دى جوړ شوى، د دې هېواد د خپلواکۍ په لار کې ډېرو زلمو، مشرانو، مېرمنو او آن ماشومانو هم خپلې وينې ورکړي دي او بيا دا هېواد خپلواک شوى دى.

د آزادۍ دا ورځ موږ ته دا درس راکوي، چې موږ په خپل منځ کې ټول متحد شو، ټول يو ځاى شو او د يو ملت په څېر د دې هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړو، د خپلو راروانو نسلونو لپاره دا هېواد د جنت په څېر جوړ کړو، تر څو زموږ راروان نسلونه په يو ارام او پرمختللي هېواد کې ژوند وکړي.

د آزادۍ د ورځې لمانځلو لپاره په ټول هېواد کې په پراخه کچه تيارۍ روانې دي، چې که يو خوا په سرکونو، کورونو او بازارونو کې د افغانستان درې رنګه بېرغونه ځوړول شوي دي، نو بلخوا د غازي امان الله خان انځورونه هم راځوړند شوي دي. د استقلال ورځ په ښه ډول لمانځلو لپاره په هر ولايت کې د غونډو تابيا شوې ده، چې په دغه ورځ به د هېواد په ټولو ولايتونو کې پراخې غونډې ترسره کېږي.

هر هغه څوک چې په ګران هېواد او زموږ په ګران اتل پسې خبرې کوي، د هغوى مخونه به تل تور وي، لکه چې تور دي، دا خلک د هېواد د دښمنانو لپاره کار کوي، او موږ بايد دوى هېڅ داسې کړنې ته پرې نه ږدو، چې پکې د هېواد او هېوادوالو تاوان وي، يا زموږ ملي اتلانو ته سپکاوى وکړي، ځکه اوس هم په دې هېواد کې داسې ډېر ناپوه او ګمراهان شته، چې هغوى نه يواځې دا چې هېواد ورته هېڅ ارزښت نه لري، بلکې د نورو په وينا په خپلو ملي اتلانو پسې هم خبرې کوي.

راځئ! چې په دې ورځ باندې هغه ټول خاينين او جاسوسان وپېژنو او همدا راز ټول ولس ته يې هم څېرې ښکاره کړو، ځکه په دې ورځو کې د دې خلکو پېژندل اسان دي، همدا راز ټولو ته وښايو چې موږ يو ملت يو او زموږ يووالى هېڅوک هم له منځه نه شي وړلاى.

خپلو ماشومانو ته د هېوادنۍ مينې روحيه ورکړئ، تر څو په راروان وخت کې د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره کار وکړي او د خپلو اتلانو کيسې ورته وکړئ، تر څو له خپلو اتلانو خبر شي او ورسره يې مينه پېدا شي.

د يو سرلوړي، پرمختللي او خپلواک افغانستان په هيله

Your SEO optimized title page contents