The news is by your side.

هلمندیان: طالبانو مو کورونو کې ځمکني ماینونه ښخ کړي

خبریال وېب پاڼه/ په مالي او اداري چارو کې د هلمند مرستیال والي وایي، چې په ناوې، نادعلي، چاه انجیر او بولان سیمو کي عملیات دوام لري چې د لښکرګاه ښار له څوکو یې جګړه لرې کړي، د نوموړي په وینا د یادو سیمو د عملیاتو په جریان کې یې ۱۱۳ وسله والو طالبانوته مرګ ژوبله اړولې.

د دې بل لوری ته د دې سیمې اوسیدونکي وایي، چې طالبانو یې کورونو کې ځمکني ماینونه ځای پر ځای کړي دي.

طالبانو تر اوسه پورې د هلمند اوسیدونکو او د دې عملیاتو په اړه خپل خوا ته د اوښتي زیان په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلی.

د هلمند ولایت لښکرګاه ښار ته له جګړې راغلي خلک وایي: کورونو کې یې طالبانو تیرکښونه ایستلي او ټولو برخو کي یې ماینونه ځای پر ځای کړي او دوی خپلو کورونو ته نه شي ستنېدلای.

دغه اوسیدونکي وایي، چې د دوی د اوسېدو کورونو کې داسې ماینونه ځای پر ځای شوي چې ایستل یې ښایي د یوې ورځې کار نه وي، دوی له دواړو لوریو نه د جګړې د ودرېدو غوښتنه وکړه.

دغه اوسیدونکې وایې: کاروبار یې په ټپه دریدلېی، ځمکې یې شاړي پاتې شوي.

د هلمند مرستیال والي وویل چې تېره ورځ په ناوې، چاه انجیر او بولان سیمو کي عملیات پیل شوي چې د یادو سیمو لارې یې تر یو حده تر ولسوالیو سره وصل کړي.

برالی نظري وایي: نن نادعلي ولسوالۍ کې عملیات پیل شوي چې ډیر ژر به د دې ولسوالۍ لاره له مرکز سره وصل شي.

ده وویل وسله وال طالبان نور د جګړې توان له لاسه ورکړی دی.

چارواکي وایي، چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ځمکني او هوایي ځواکونو د عملیاتو په جریان کي په ناوې، نادعلي ولسوالیو، بولان او چاه انجیر سمو کې ۹۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۷ نور یې ژوبل یاد کړل.

نوموړي د ملي امنیت په چوکاټ کې د اتلانو نوي ډله بریالۍ یاده کړې چې په وینا یې ۳۰۰ یې عملاً په یادو سیمو کې اوس پر عملیاتو بوخت دي.

ده وویل چي پاتې نور به هم ډېر ژر تر نظامي زده کړو وروسته خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي تر څو د نیول شوي سیمو ساتنه وکړي.

د دې عملیاتو په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

۱۵ ورځي کیږي چي د هلمند ولایت په ناوې، نادعلي، باباجي ولسوالیو او بولان سیمه کې جګړه روانه ده، دا په داسې حال کې ده چې د تیرې یوې میاشتې راهیسې قطر هېواد دوحه ښار کې بین الافغاني خبرې پیل شوي خو د جګړې د اودرېدو په هکله ترا وسه نه دي سلا شوي$

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.