fbpx

نن د افغانستان د خپلواکۍ ۹۹يمه کلیزه لمانځل کېږي

په افغانستان کې نن یکشنبه د خپلواکۍ د اعلان ۹۹مه کلیزه لمانځل کېږي.

افغانستان د پاچا امان الله خان تر رهبرۍ لاندې، په ۱۹۱۹ میلادي کال کې له انګرېزانو د خپل هېواد استقلال اعلان کړ.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې د دې ورځې په مناسبت ځانګړو مراسمو ته یې خاص امنیتي تدابیر نیولي دي.

د دفاع وزارت مرستیال او د کابل د ګارنیزیون مشر، جنرال مراد علي مراد وايي “هغه کار چې د افغانستان د خلکو په ګمنامو سپاهیانو «عسکرو» پورې تړلی دی، دا دی چې هغوی به د خلکو د ساتنې لپاره له هېڅ هڅې ډډه ونه کړي.”

د نور کله په څېر سږکال ځوانان د خپلواکۍ ورځ په ډېره لويه کچه لمانځي، که يوې خواته دولتي ادارو د خپلواکۍ ورځې لمانځلو لپاره ځانګړي تدابير نيولي دي، نو بلخوا ولس هم د خپلواکۍ د ورځو لپاره ډېرې تيارۍ ترسره کړي دي.

د خپلواکۍ ورځ لمانځل انسان ته د وطن سره مينه ورزده کوي او په چا کې چې د وطندوستۍ حس نه وي، نو سړى بيا سړى نه پاتې کېږي. همدا هېواد دى چې زموږ ژوند او مرګ همدلته دى او له دې هېواد څخه به موږ په هر ډګر ساتنه کوو.

پرون ورځ هم په کابل سربېره په ډېر شمېر ولايتونو کې د خپلواکۍ د لمانځلو په خاطر لويې لويې غونډې ترسره شوې او نن هم لويې لويې غونډې ترسره کېږي.

د کابل په ګډون ټول ولايتونو په درې رنګه بېرغ پوښل شوي دي.

پرون ورځ د کابل په ځاځي پارک کې يو لوى کنسرټ جوړ شوى و، چې د پښتو نوموتي سندرغاړي کرن خان پکې په خپل خواږه غږ ځوانان ومستول. ياد کنسرټ ته په زرګونو خلک راغلي و، چې په پارک کې د ناستې ځاى نه و.

د سياسيونو او نورو خلکو تر څنګ د کرکټ ملي لوبغاړو هم ټول ولس ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه، ټولو په خپلو خپلو فېسبوکونو د خپلواکۍ د ورځې په اړه پوسټونه وکړل، د کرکټ ملي لوبډله اوس مهال په انګلستان کې ده او هلته يې د خپلواکۍ د ورځې لمانځلو لپاره خپل مراسم هم ترسره کړل.

د راپورونو په اساس د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي د خپلواکۍ د ۹۹یمي کلیزې د نمانځلو لپاره په جلال اباد ښار  کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وایي له تیرې یوې اونۍ راهیسې یې په جلال اباد ښار کې د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو د ۹۹ کلیزې دنمانځلو په پار چمتو والی پيل کړی.

ښاریان هم له ولایتي او امنیتي ادارو د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي او په دې برخه کې د ګړنديو ګامونو د پورته کولو غوښتنه کوي.

د والي ویاند وایي  دوه ورځې وړاندې یې هم د دې اقداماتو په لړ کې د ملي امنیت منسوبینو د داعش ډلې یوه اوه کسیزه ډله ونیوله کوم چې، د خپلواکۍ د لمانځلو په ورځو کې یې د په ښار کې د بریدونو پلان درلود.

دا ځل په پېښور کې هم د خپلواکۍ ورځ په ډېر جوش سره ولمانځل شوه.

د خبريال اداره هم ټولو هېوادوالو ته د خپلواکۍ د ورځې په وياړ مبارکي وايي او له خداى پاک څخه هيله کوي، چې د خپلواکۍ او د لوى اختر د ورځو په برکت دې په دې هېواد کې سرتاسري سوله راولي.