The news is by your side.

رولاغني: دوحه کې  معامله ده روانه ده

خبریال ویبپاڼه/ د افغان ولسمشر میرمن رولا غني لومړۍ میرمنې د افغان سولې په هکله تازه څرګندونې کړې او ویلي يې دي په دوحه روان حالت د سولې خبرو پوري یوه معامله ده

دوحه کې د بین لافغاني خبرو د پیل لپاره هڅې روانې دي خو تراوسه طالبان او دولت پر اختلافي مسایلو باندې موافق سوي نه دي اولاهم د سولې خبرې نه دي پیل سوې طالبانو ویلي د جګړو ترڅنګ به خپلو فشارونو ته دوام ورکړي

رولا غني د اتلانتیک شورا سره په خبرو مجازي خبرو کې ویلي دي چې په قطر کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د خبرو ته یوې میاشتې په تیریدو سره بیا هم د افغانستان دولت نه پوهیږي چې طالبان په ریښتیا سره څه غواړي.

رولا غني هم له طالبانو وغوښتل چې له امریکا سره د هوکړې پر ځای دي اسلام او قران بنسټ وګرځوي او بیا دي خبرې وکړي

لومړي میرمن دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تیره شپه یو ځل بیا زلمي خلیلزاد او سکاټ میلر د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر سره کتلي وو او  د وړاندې سویو مالوماتو له مخې يې پر لوړ مهمو موضوعاتو بحثونه کړي ول

خلیلزاد تیره ورځ په یوه ټویټ کې وروستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی او له غوښتنه يې کړې وه چې باید جګړې ته د پای ټکی کښېښودل سي خو لاهم د افغانستان په یو زیات شمېر ولایتونو کې جګړه روانه ده طالبانو له خپلو پر جګړه کولو ټینګار کړی او ویلي دي چې له هره اړخه خپلو فشارونو ته دوام ورکوي

د افغان مرکه چي پلاوي یو شمېر غړي دوه ورځې وړاندې بیرته کابل ته راغلل او پلمه يې وکړه چې کورنۍ ستونزې لري تراوسه پوري د افغاني پلاوي او طالب مرکه چي پلاوي ترمنځ د اختلافي مسایلو په هکله هوکړه نه ده سوې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.