fbpx

ننګرهار والي: د خپلواکۍ د اتل مزار به په عصري ډول ورغول شي

د ننګرهار والي حيات الله حيات ويلي دي، چې د خپلواکۍ د لوى اتل غازي امان الله خان مزار به په عصري ډول جوړ کړي، هغه وايي که رسمي امکانات شتون ونه لري، دا کار به د ننګرهار د ولسونو په مرسته ترسره کړي.

نوموړي دا خبرې هغه مهال وکړې، چې د خپلواکۍ د ورځې په ترڅ کې يې د خپلواکۍ اتل شاه غازي امان الله خان په مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

ننګرهار والي او د دغه ولايت ملکي او نظامي ادارو مسوولينو په ګډه د خپلواکۍ د ٩٩يمې کاليزې په مناسبت مراسمو کې ګډون وکړ او د خپلواکۍ اتل روح ته يې دعا وکړه.

ښاغلي حیات وویل، د خپلواکۍ د اتل شاه غازي امان الله خان د ارمانونو د پوره کولو په موخه ډاډ ورکوم، چې په دې ولایت کې به د ملي عوایدو لوټوونکو، غاصبینو، قانون ماتوونکو، د طبعي زیرمو او ځنګلونو قاچاق کوونکو په وړاندې جدي اقدامات ترسره کړي، ترڅو د پیاوړي افغانستان درلودونکي اوسو.

نوموړي زياته کړه، چې د غازي امان الله خان مزار به په عصري ډول جوړوي، که چېرته رسمي امکانات شتون ونه لري، نو دا کار به د ننګرهار ولسونو په مرسته ترسره کړي.

د يادونې وړ ده، چې تېره شپه هم د جلال اباد په قصر کې د خپلواکۍ د ٩٩يمې کاليزې د لمانځلو لپاره يو پروګرام نيول شوى و، چې د ختيځ ولسونو پکې ګډون وکړ او د خپلواکۍ ورځ يې په شاندارو مراسمو ولمانځله.

همدا راز د هېواد د مرکز کابل په ګډون د افغانستان په ډېر شمېر ولايتونو کې پرون سترې سترې غونډې ترسره شوي دي او نن هم د خپلواکۍ ورځ په ډېرو شاندارو مراسمو لمانځل کېږي.

د نورو کلونو په پرتله، سږ کال افغانان د خپلواکۍ ورځ په ډېره لويه کچه لمانځلي، واړه، زلمي، مشران او مېرمنې ټول د خپلواکۍ د ورځې په خوشحاليو کې ګډون کوي او يو بل ته مبارکۍ ورکوي.