The news is by your side.

د کندهار ارغنداب کې جګړې او د خلکو ستونزې

خبریال ویبپاڼه/ له  هلمند وروسته د کندهار د ښکلې ولسوالۍ ارغنداب حالت ورځ تر بلې خرابیږي او دلته جګړې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي هغوی وايي جګړې سخت په تنګ کړي

د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکي وايي د تیرو څو ورځو را په دې خوا په دې ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ سختې نښتې سوې چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي

دا خلک وایي چې له سختو ستونزو سره مخ دي، مخابراتي شبکې غیر فعال سوې دي، موټرونو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي، نو دوی اړ دي چې ساعتونه له خپلو ښځو او ماشومانو سره پلی مزل وکړي

په دې ولسوالۍ کې امنیتي مسؤلین هم ګواښ لوی بولي او له مرکزي ادارې د مرستې غوښتنه کوي  د دوی په خبره دا جګړې مرګ ژوبله هم لري خو کره شمېره یې په ګوته نکړه

هغه کسان چې له کورونو وتلي وايي، چې ډک کورونه يې پاتې دي او اوس د سر پناه ځای هم نه لري. د سیمې اوسېدونکي وايي، چي د وسله والو شمېر زیات دی او دوی ته يې د خوندیتوب لپاره له کورونو څخه د وتلو ویلي، خو اوس يې ډک کورونه، ښځې، ماشومان، سپین ږیري، حیوانات او د انارو ډک باغونه پاتې دي.

دمګړی د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په تابین، ده لاهور، بابرو، خسرو، چهار غلبې، شیون او د رود د ها غاړې په ګڼو کلیو کي جګړه روانه ده

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ ترڅنګ د هلمند یو شمېر ولسوالیو کې هم جګړې او نښتې روانې دي چې پرمهال يې ګڼ شمېر ملکیان خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ سوي دا اوسیدونکي چې شمېر يې زرګونه کسانو ته رسیږي له دولته د مرستې غوښتنه کوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.