fbpx

ولسمشر غني د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده

د خپلواکۍ د بيا اخيستو د ٩٩يمې کاليزې په درناوي نن له غرمې مخکې ولسمشر غني په ملي دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

نن د زمري ٢٩مه، د اګست ١٩مه په ټول هېواد کې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ٩٩يمه کاليزه په ډېرو شاندارو مراسمو لمانځل کېږي.

د ملي دفاع وزارت په مراسمو کې ولسمشر غني چې د ملي دفاع وزیر ډګر جنرال طارق شاه بهرامي یې ملتیا کوله او د ملي پوځ سرتېري په منظمو لیکو کې د هېواد له درې رنګه بیرغ سره د درناوي په دود ولاړ وو، د بانډو ټیم ملي سرود غږاوه، د خپلواکۍ د بنسټګر اعلیحضرت غازي امان‌الله خان د هېواد د خپلواکۍ د معرکې د ټولو اتلانو، شهیدانو او غازیانو په درناوي یې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

په دغو مراسمو کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د جمهوررئیس لومړي مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم، د هېواد مخکېني جمهوررئیس حامد کرزي، د شاه امان‌الله خان لور شهزادګۍ هندیې، د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق، د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د علماو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، د کابینې یو شمېر غړو او د جمهوري ریاست سلاکارانو، د ملي شورا او سترې محکمې یو شمېر غړو، د وسله‌وال پوځ یو شمېر جنرالانو او افسرانو او په کابل کې د دوستو هېوادونو یو تعداد سفیرانو او استازو ګډون درلود.

نن د ننګرهار والي حيات الله حيات هم د غازي امان الله خان په مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده او وې ويل چې د غازي امان الله خان مزار به په عصري ډول جوړوي. نوموړي وويل که يې رسمي امکانات نه درلودل، نو به يې د ولسونو په مرسته ورغوي.

همدا راز په کابل سربېره بيا د افغانستان په ټولو ولايتونو کې له دولت پرته ولسونو په ډېره لويه کچه د خپلواکۍ ورځ ولمانځله، له تېرو څو ورځو راهيسې د خپلواکۍ د ورځې په وياړ په بېلا بېلو ولايتونو کې لويې لويې غونډې ترسره شوي، چې نن هم دوام لري.