fbpx

نجيبه فېض: انسان فطري آزاد دى، افغان هم فطري آزاد دى

نوموتې پښتنې هنرمندې نجيبه فېض هم د خپلواکۍ د ٩٩يمې کاليزې په وياړ افغان ولس ته د مبارکي ورکړې ده.

نجيبه فېض نوموتې ممثله ده، چې په ډېر شمېر سريالونو کې يې کار کړى دى، همدا راز يوه ښه ويانده هم ده، چې اوس مهال په کابل کې له يوه خصوصي ټلويزيون سره کار کوي.

نوموړې ليکي: آزادي خوږه جمله ده! انسان فطري آزاد دى، افغان هم فطري آزاد دى. بس د وخت جبر دى، کله په همدې نوم او کله هم په ورته نورو نومونو جزا ويني.

نوموړې مخکې ليکي: ستر ملت تر سترې خوښۍ رسېږي چې ملي روح په کې روانه وي، دا ملت له سترو کړاونو سره لاس او ګرېوان شو خو بيا يې هم ټټر سپر کړ، ځان يې صندان کړ او د وخت ډېرې ناخوالې يې په سړه سينه ماتې او وزغملې.

نجيبه فېض وايي: دا وطن زموږ دى همدلته به يو د اماني فکرونو ملاتړي به يو او د همدې فکري چتر لاندې به استوار قدمونه ږدو.

هغه وايي، ټول افغان ملت ته دې د ستر هېواد سپېڅلې او پرتمينه د خپلواکۍ ٩٩يمه کاليزه مبارک وي.

نجيبه فېض ليکي:

نن مې روح وزرې کړې نن الوت غواړم.

آزادي تر پادشاهيه لا تېر کا

چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي

ياده دې وي چې نن د زمري ٢٨مه، د اګست ١٩مه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ٩٩يمه کاليزه په کابل سربېره په ټولو ولايتونو کې په شاندارو مراسمو ولمانځل شوه.

ولسمشر غني په په ملي دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده او ننګرهار والي بيا په ننګرهار کې د غازي امان الله خان په مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

همدا راز د نورو خلکو تر څنګ د ملي لوبډلې لوبغاړو هم ټول ولس ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي وويله، ملي لوبډله نن سبا په انګلستان کې ده.

د نورو کلونو په پرتله، سږ کال په ټول هېواد کې د خپلواکۍ ورځ په لويه کچه ولمانځل شوه.