The news is by your side.

ټرمپ داسې طرحه نلري چې د دې کال تر پایه سرتیري وباسي

خبریال ویبپاڼه/ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څه موده وړاندې په یوه تازه بیان کې ویلي وو چې د روان ۲۰۲۰ کال ترپایه پوري به خپل سرتیري له افغانستانه وباسي هغه په ډیر تلوار دا خبره کړې وه اوس د نوموړي د دې ادعا پر بنسټت د امریکا د ولسي جرګې یوه غړي تازه څرګندونې کړې دي

د امریکا د ولسي جرګې  د دفاعي  کمېټې مشر ادم سمیټ ویلي له ټرمپ سره د روان کال تر پای ته رسیدلو پوري د سرتیرو وتلو هیڅ طرحه نسته نوموړي ویلي ټرمپ هیڅ داسې طرحه نلري چې د کال تر پایه دي خپل سرتیري وباسي

ښاغلي سمېټ ویلي دفاع وزارت ا ولسمشرۍ ماڼې کانګرس ته داسې طرحه نه ده سپارلې چې له مخې  يې امریکايي ځواکونه له افغانستانه د کال تر پایه ووزي هغه پر دې ټنیګار کړی چې امریکايي ځواکونه به افغانستانه وزي خو په کرار کرار

امریکايي سرتیري له تیرو شلو کلونو افغانستان کې په جګړه بوخت چې تردا مهاله په دې هېواد کې د امریکا زرګونو سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه يې ژوبل سوي دي

تر ۲۰۱۴ زیږدیز کال پوري امریکا په مستقیم ډول له طالبانو سره په جګړو کې ښکېله وه له دې کال وروسته بیا امریکا د جګړې او امنیت مسؤلیت افغان ځواکونو ته وسپاره او له هغه وروسته یې د افغان ځواکونو روزنه او هوايي ملاتړ پر غاړه واخیست

د امریکا او طالبانو د قطر له هوکړې وروسته امریکا په تیرو میاشتو کې یوازي څو ځله پر طالبانو هوايي بریدونه کړي د امریکايي ځوانو په خبره تر هغو به د دوی بریدونه د طالبانو په وړاندې دوام ولري څو چې د دوحې له هوکړي سرغړونه کوي

ډونالډ ټرمپ د ټاکنو په درشل کې ژمنه کړې خو داسې مالومیږي چې بغیر له طرحې به هیڅ امریکايي سرتیري د روان کال تر پایه له افغانستانه ونه وزي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.