fbpx

ولسمشر غني له طالبانو سره يو ځل بيا اوربند اعلان کړ

افغان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني يو ځل بيا له طالبانو سره درې مياشتې اوربند اعلان کړ.

نوموړي له علماوو، سياسيونو، مشرانو، ځوانانو او نورو قشرونو سره تر سلا مشورو وروسته يو ځل بيا د سولې په باب لوى ګام پورته کړ او د طالبانو سره يې د دوشنبې يعنې د عرفې له ورځې څخه اوربند اعلان کړ، چې دا اوربند به تر ميلاد نبي پورې دوام کوي.

ولسمشر غني په دارلامان ماڼۍ کې جوړې شوې غونډې ته په خپله وينا کې وويل، چې د اوربند لپاره يې شرط دا دى، چې بايد طالبان يې هم ومني.

ولسمشر غني په خپله وينا کې طالب مشران مخاطب کړل، چې د سولې لپاره دې د افغان ولس غوښتنو ته لبېک ووايي او د افغاني او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې دې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

ولسمشر غني زياتوي، چې د اوربند اعلان يې د افغانستان د سولې عالي شورا وروستۍ غوښتنې ته په کتو کړى دى.

ولسمشر غني وويل چې د اوربند په تړاو يې د نړيوالې ټولنې، اسلامي هېوادونو د عالمانو او مشرانو غوښتنې هم په نظر کې نيولي دي، بلخوا د هېواد اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم ويلي دي چې د اوربند په تړاو دې ټول ولس وپوښتل شي، چې خداى مه کړه ولس دوه برخې نه شي.

ولسمشر غني ويلي دي چې که طالبان ورسره اوربند غځول غواړي، نو دولت به اوربند نور هم وغځوي.

د کوچني اختر په ورځو کې هم دولت يو اړخيز اوربند اعلان کړى و، چې په ځواب کې يې طالبانو هم درې ورځې اوربند اعلان کړ، چې د ولس له پراخ هرکلي سره مخ شول.

په کوچني اختر کې په زرګونو طالبان د کابل سربېره د ولايتونو ښارونو ته راغلي و او له امنيتي ځواکونو او ولس سره يې په ګډه اختر لمانځلى و.

په غزني د طالبانو له بريد وروسته يو شمېر خلک پر طالبانو سختې نيوکې کوي او د اوربند مخالفت هم کوي، خو بيا هم ډېرى ولس په دې هيله دى چې دولت او طالبان به اوربند اعلانوي او بيا به د سولې خبرو ته په يوه مېز سره کېني.

په يوه سروې کې چې نږدې ورځو کې ترسره شوې ده، ويل شوي دي چې ٩٣ فيصده افغانان په هېواد کې سوله غواړي او نور له جنګ ستړي شوي دي.

طالبانو دې مهاله پورې د اوربند په تړاو څه نه دي ويلي.