The news is by your side.

امریکا د ایران توغندي ویشتوونکي کښتۍ نیولي

خبریال وېب پاڼه/ امریکایي چارواکي وایي، د ایران هغه کښتۍ یې نیولي چې یمن ته یې توغندي لېږدول.

امریکا وایي، دا دوه کښتۍ د ایران د سپاه پاسداران قدس ځواکونو وې چې د دوی څو ډوله توغندي یې یمن ته وړل او د دوی له لوري ونیول شوې.

امریکایي چارواکو زیاته کړې، چې ایران غوښتل دا د یمن حوثي یاغیانو ته ورکړي چې د یمن دولتي ځواکونو پر وړاندې وجنګیږي.

په ورته مهال بیا امریکایي چارواکو اعلان کړی، چې د ایران نیول شویو بېړیو تېل یې پلورلي دي، او د لاسته راغلیو پیسو ډېره برخه به د ترهګرۍ دولتي قربانیانو ته ځانګړې کوي.

روان کال د دوبي په موسم کې امریکا اعلان وکړ، چې د ایران د تېلو څلور بېړۍ چې وینزوېلا ته روانې وې، نیولي او له تخلیې وروسته یې بېرته خوشې کړي دي.

تر دې وړاندې د ایران د نفتو وزیر بېژن زنګنه ویلي وو، د ایران د نفتو هغه بېړۍ او بار وړونکې توکي چې امریکا نیولي وو، د ایران نه وو، ایران خپل بنزین پر وینزوېلا پلورلي وو او خپلې پیسې یې اخیستي خو امریکا د ایران نه، د وینزوېلا مال نیولی وو.

په ورته مهال تېره ورځ بیا امریکا پر ایراني چارواکو د بندیزونو نوی لېست هم خپور کړی وو.

تر دې څو ورځې د مخه د امریکا د خزانې وزارت د ایران د نفتو په وزیر بېژن زنګنه او د نفتو په څو نورو لوړ پوړو چارواکو هم بندیزونه لګولي.

تهران بیا ویلي وو، د ډونالډ ټرمپ اداره، مایک پمپیو او کارمندان یې د ایران پر وړاندې د اقتصادي جګړې په پیلولو سره د ایران د حکومت نسکورولو او نا کرارۍ په لټه کې دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.