The news is by your side.

نن د ښار نړیواله ورځ ده کابل ۵۰۰ لوړې ودانۍ لري

خبریال ویبپاڼه/ ښارونه د انسانانو د اوسیدولو او وخت تیرولو ځایونه دي نو له همدې امله باید له هره پلوه ښارونه پاک وي خصوصا د یوه ښار هوا هر کال د ککړې هوا له کبله په ټوله نړۍ کې زرګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي او ځینې يې په تنفسي ناروغي اخته کیږي

شپږکاله وړاندې د ملګرو ملتونو له لوري د اکتوبر ۳۱ د ښارونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ونومول سو، په افغانستان کې هومره چې لازمه  ده ښارونو ته کار نه دی سوی خو د افغانستان د ښارجوړولو او ځمکو وزارت خبر ورکوي چې د پلان له مخې په راتلوونکي کې غواړي د افغانستان په دریو ولایتونو ښارګوټي جوړ کړي

په وروستي  اقدام کې د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال چې د کابل امنیت ورته وسپارل سو ویلي د ښاري تنظم په برخه کې هم خپل ټینګار کړی هغه ویلي هغه کسان به جریمه کړي چې تر ټاکلو پوړونو لوړې ودانۍ يې جوړي کړی هغه دا کار د ښاري ستونزو او د بې نظمي د له منځه وړلو په خاطر وکړ

ښايي کابل د ککړې هوا تر څنګ هغه ښار وي چې پکښي ښاري بې نظمي ډیره او خپل سرې ودانۍ پکښي په غیري معیاري توګه جوړي سوې

کابل ښار چې له بې نظمۍ سره سره ککړه هوا هم لري او خلکو يې په سمیدلو کې هيڅ ونډ هم نه ده اخیستې د کرونا ناروغي له رامنځ او قرنظین را په دې خوا یې هوا  خورا ښه سوه خو اوس چې دې ښار کې قرنطین له منځه تللی او یوځل بیا خلکو او فاریکو په کار پیل کړی د دې ښار هوا یو ځل بیاککړه سوې تراوسه پوري د کابل ښار د هوا د بیا ښه کیدلو لپاره اقدام نه دی اخیستل سوی او داسې اندېښنې دي چې ککړه هوا به یو شمېر تنفسي ناروغۍ رامنځ ته او د کرونا دویمې څپې راتګ ته به ښه لاره هواره کړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.