fbpx

کرينه کپور: مېرمنې دې زما لاره تعقيب کړي

هسې خو له فلمي ستوريو څخه په نړۍ کې په ميليونونو مېرمنې متاثره دي او د هغوى کړه وړه خپلوي، خو کله چې يوه فلمي ستورې خپل ځان په خپله يو (Role Model) کړي او له نورو مېرمنو هيله وکړي، چې د دې کړه وړه او لار دې تعقيب کړي، نو بيا خبره لږه شان ښه نه ښکاري.

د هندي فلمونو نوموتې او ښايستونکې ستورې کرينه کپور خان هم ځان د نورو لپاره يو (Role Model) ګڼي او وايي چې نورې مېرمنې دې دا تعقيب کړي او د دې کړه وړه دې په خپل ژوند کې راولي.

دا ستورې دليل هم وړاندې کوي او وايي چې واده شوې مېرمن ده، د يو ماشوم مور ده او د هغې تر څنګ بريالۍ هنرمنه هم ده، همدا راز خپل ټول وخت يې په سم ډول ترتيب کړى دى او د نورو مېرمنو لپاره يو متاثر کوونکى ژوند تېروي.کرينه کپور خان ١

له يوې هندي رسنۍ سره په خپلو خبرو کې کرينه کپور خان ويلي دي، چې نه يواځې دا چې يوه کار کوونکې مور ده، بلکې د يوه سړي مېرمن هم ده او د دې هر څه تر څنګ د خپلې کورنۍ او دوستانو لپاره هم وخت راوباسي او همدا راز د ژوند نورو کارونو ترسره کولو لپاره هم خپل ځانګړى وخت لري.

کرينه کپور وايي، چې هيله لري چې مېرمنې به د وخت په ارزښت پوه شي او له وخت څخه به ګټه پورته کړي او په دې لړ کې به د نوموړې لار تعقيب کړي.

نوموړې وايي، چې د تېر په پرتله اوس ډېر ښه ژوند لري او تل به دا هڅه کوي، چې په راتلونکي کې د يوې ښې مور تر څنګ يوه ښه مېرمن هم وي او همدا راز خپل کار سره به هم مينه ساتي او ډېر زيار به کوي.کرينه کپور خان سېف علي خان

کرينه کپور همدا راز په مرکه کې وويل، چې هېڅ کله نه غواړي چې زوى (تېمور علي خان) دې يې په فلمونو کې کار وکړي. هغه زياتوي، موږ به خپلو زوى ته هېڅ کله دا مشوره ورنکړو چې څه دې وکړي، بلکې موږ به د هغې مرسته وکړو، که فلمونو ته راتګ وغواړي، که کاروبار کول وغواړي او که دا وغواړي چې اشپزي وکړي، موږ به يې يواځې مرسته وکړو.