fbpx

د کانګو خطرناکې ناروغۍ نه د ځان ساتنې په موخه لازم ټکي!

يادښت: کانګو يوه خطرناکه ناروغي ده، چې ډېر کسان يې مړه کړي دي، په دې اړه د روغتيا وزارت ځينې لازمي لارښوونې کړي دي، چې خبريال يې تاسو ته کټ مټ خپروي، تر څو له دې خطرناکې ناروغۍ څخه د ځان ساتنې په موخه لازمي تدابير ونيسئ.

د کانګو (CCHF) له ويروسي خطرناکې ناروغۍ څخه د خپل ځان د ساتنې په موخه لازم ټکي په پام کې ولرئ.

د کانګو وينه بهېدونکي تبې ناروغي (CCHF) يوه مېکروبي (ويروسي) ناروغي ده، چې د کنې په واسطه انتقالېږي. دغه ناروغي په شخوند وهونکو څارويو (پسونو، وزو او غواوو) کې خفيفه تبه ده او په دې ناروغي له اخته حېوان څخه انسان ته او له يوه انسانه بل ته د اخته ناروغ سره له نېږدې اړيکو، ترشعاتو او د هغه د بدن د نورو مايعاتو له لارې لېږدي.

د کانګو ناروغۍ د لېږد لاملونه:

١-: کله چې په دې ناروغۍ اخته کنې حېوان يا انسان وچيچي.

٢-: په دې ناروغۍ د اخته حېوان د حلالولو پر وخت او يا هم تر حلالې وروسته د حېوان د وينې، مايعاتو او د بدن نورو غړو سره له محافظتي توکو پرته تماس لرل.

٣-: په دې ناروغۍ د ناروغ کس د وينې، مايعاتو، کاليو او د بدن نور غړي لمسول.

٤-: په لوڅ لاس د کنو وژل.

د کانګو تبې په ناروغۍ د کومو کسانو د اخته کېدو خطر زيات دى؟

١-: قصابان او هغه خلک، چې ناروغه څاروي حلالوي.

٢-: هغه خلک، چې د ناروغو څارويو د غوښې، وينې او نورو غړو سره سروکار لري.

٣-: هغه ډاکټران، چې د کانګو په ناروغۍ د اخته کس درملنه کوي.

٤-: شپانه او هغه کسان، چې د ناروغو څارويو سره سروکار لري.

٥-: هغه ډاکټران او وټرنران، چې د څارويو په درملنه بوخت دي.

٦-: هغه کس، چې د ناروغ کس خدمت او مرسته کوي.

د کانګو تبې د ناروغۍ نښې:

د دې ناروغۍ نښې په څارويو کې پټې او ډېرې محدودې وي، خو په انسانانو کې لوړه تبه، تنبلي، سرخوږي، د ځان درد، زړه بدوالى، د خېټې دردونه، د سترګو التهاب، د پوستکي دانې او د پوستکي لاندې وينې بهېدنه رامنځ ته کوي، چې له انسانانو کې ترې ٣٠ سلنه مړينه لري. هغه کسان چې دغه نښې په ځان کې ويني، بايد ډېر ژر دې تر ټولو نېږدې روغتيايي مرکز ته مراجعه وکړي.

د کانګو تبې د ناروغۍ مخنيوى:

١-: د څارويو د حلالولو پر خت له دستکشو او سپينې چپنې، چې د اوږدو لستوڼو لرونکي وي، ګټه واخيستل شي تر څو کنه پرې معلومه شي.

٢-: د څارويو حلالې يا د پوستکي د ايستلو پر وخت بايد د حلالې چاړه په خوله کې ونه نيول شي او يا هم د وجود په زخم ونه وهل شي.

٣-: د څارويو د ساتلو ځايونه بايد د ډاکټر د مشورې سره سم دواپاشي شي، تر څو کنې له منځه ولاړې شي.

٤-: روغتيايي کارکوونکي، د ناروغ خپلوان او يا هغه کسان، چې د ناروغ کس سره سروکار لري، بايد له محافظتي کاليو، لکه خولۍ، ماسک، پيش بند، دستکش او موزې څخه کار واخلي.

٥-: که چېرې مو لاسونه زخمي وي نو د څارويو له حلالولو يا ټوټه کولو څخه ځان وژغورئ.

٦-: د نيمه پخې غوښې له خوړلو څخه ډډه وکړئ او تازه غوښه د ٢٤ ساعتونو لپاره مه استعمالوئ. ښه خبره دا ده چې تر ٢٤ ساعتونو پورې غوښه په يخچال کې وساتل شي.

٧-: هېڅکله د څارويو کنې په لوڅو لاسونو مه وژنئ.

٨-: د څارويو سره د تماس او يا د څارويو د ساتلو د ځاى تر پاکولو وروسته خپل لاسونه په اوبو او صابون پاک ووينځئ.

٩-: خپل ټول څاروي په کال کې دوه ځلې د کنې د کنټرول په پار دواپاشي کړئ.

١٠-: د حلالې څخه وروسته ټول ضايعات، په خوندي ځايونو کې ښخ کړئ، تر څو د ناروغۍ له خپرېدو څخه مخنيوى وشي.

١١-: انساني او حېواني کلينيکونو ته د ناروغۍ د شيوع راپور ورکړئ.

کانګو يوه خطرناکه ناروغي ده، خو د لازمو تدابيرو په نيولو سره يې له اخته کېدلو مخنيوى کېدلاى شي.