fbpx

ولسمشر غني: موږ خپل مسووليت ادا کړ او اوربند مو وکړ

ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د لوى اختر لمونځ د ارګ په جومات کې وکړ او له لمانځه وروسته يې ټولو هېوادوالو او د نړۍ مسلمانانو ته د اختر مبارکي وويله. همدا راز نوموړي په وروستيو امنيتي پېښو کې د قربانيانو کورنيو ته د تسليت مراتب وړاندې کړل او هغوى ته يې د صبر غوښتنه وکړه.

ولسمشر غني د اختر له لمانځه وروسته په خپله وينا کې وويل، چې د اوربند په تړاو يې خپل مسووليت ادا کړى دى او د لوى اختر په مناسبت يې له طالبانو سره مشروط اوربند اعلان کړ، خو طالبانو په دې اړه کوم غبرګون ونه ښود.

ولسمشر غني زياته کړه، افغان امنيتي ځواکونه د هېواد د ساتنې لپاره تيارى لري او د مشروط اوربند د پلي کولو امر ورته شوى، خو له دې سره په څنګ کې د دښمن هر ډول بريد ته د ځواب ويلو چمتوالى هم لري.

ښاغلى غني وايي، تېره ورځ مې درې مياشتې اوربند اعلان کړ، دغه اوربند له پرون ورځې راهيسې پيل شوى او د ميلاد النبي تر ورځې پورې به په ټول افغانستان کې دوام وکړي.

په ارګ کې د لوى اختر د لمانځه ادا کولو لپاره د کابينې او ولسي جرګې غړي او دغه راز ګڼ سياستوال هم ورغلي و.

ياده دې وي چې د کوچني اختر په څېر، چې دولت او طالبانو اوربند اعلان کړى و، ولس لوى اختر ته هم ډېره هيله مندي ښوده، چې دواړه لوري به اوربند اعلان کړي او د سولې خبرې به پيل کړي. ولسمشر غني تېره ورځ درې مياشتې مشروط اوربند اعلان کړ، خو طالبانو د اوربند په اړه هېڅ غږ ونکړ او په خپله اعلاميه کې يې د اوربند هېڅ يادونه هم نه وه کړې.