The news is by your side.

د حج پر مهال مېرمنې ماشوم وزېږاوه

له ټولې نړۍ څخه خوا و شا دوه ميليونه خلک سعودي عرب ته د حج ترسره کولو لپاره راغلي دي، تر څو دا سعادت ترلاسه کړي. يوه مېرمن چې له اردن څخه د حج سعادت ترلاسه کولو لپاره راغلې، يو بل سعادت هم ترلاسه کړ.

د حج پر مهال د ذوالحجې په نهمه، د اردن څخه راغلې يوې مېرمنې د عرفات په ميدان کې يو ماشوم وزېږاوه.

د (عرب نيوز) په خپل راپور کې ليکي، د مقدس ښار مکې مکرمې څخه شل کلومتر ليرې د عرفات په ميدان کې د اردن د يوې مېرمنې په خېټه کې درد پېدا شو.

کله چې نوموړې په عرفات کې د جبل الرحمت نومي روغتون ته يوړل شوه، نو هلته يې ماشوم وزېږاوه. په راپور کې ويل شوي دي، چې د ماشوم له زېږېدو وروسته د مور او ماشوم دواړو روغتيا ښه ده.

راپورونه ليکي، چې د روغتون کارکوونکو د يادې مېرمنې ډېره پاملرنه وکړه، چې د ماشوم پلار په ماشوم د روغتون د مشر نوم (وضاح) کېښود.

همدا راز هغه ويډيو هم خپره شوې ده، چې په روغتون کې ماشوم او د هغه پلار پکې ښکاري.

له دې مخکې يوه بله پېښه هم شوې وه، چې له اردن څخه راغلي يو تن ٧ کاله وروسته خپل ورک شوى ورور پېدا کړ.

ياد کس په ٢٠١١ کې د شام په کورنيو جګړو کې خپل وطن پرېښى و، خو ٧ کاله وروسته چې کله سعودي عرب ته د حج د سعادت ترلاسه کولو لپاره راغى، نو دلته يې خپل ورور وليده.

د دواړو وروڼو هغه ويډيو، چې يو بل په غېږ کې نيسي او ژاړي، په ټولنيزو رسنيو خپره شوې وه او ډېرو زياتو خلکو له نورو سره شريکه کړې وه.