fbpx

چای؛ دماغي فعالیت چټکوي او حافظه غښتلې کوي

ليکوال : شمیم اتل

یو تازه څیړنه، چې د کوالټي فوډ په نوم ژورنال کې خپره شوې، لیکي، چې چای د دماغي ځواکمنتیا او د نوښتګر زهن په جوړولو کې مرسته کوي.

پوښتنه داده، چې په چایو کې څه کمال دی، چې حافظه پیاوړې کوي او د نوښتګر ذهن سره مرسته کوي؟

څیړونکې وايي، چې په چایو کې د کافین او تینین په نوم دوه مهمې مادې وجود لري، چې د انسان ذهني فعالیت چټکوي، توجه يې زیاتوي او په ټوله کې د انسان سره مرسته کوي، چې خلاق (نوښتګر) ذهن ولري.

دا څیړنه، چې په دوو جلا ازمایښتونو کې په ۵۰ ذده کوونکو ترسره شوې، وايي چې د چایو د یوې پیالې څښاک څه وروسته، د انسان په دماغو کې څرګند بدلونونه لیدل شوي.

څیړونکو موندلې چې چای د ذهني (دماغي) خلاقیت سره زیاته مرسته کوي او هغه خلک چې چای څښي، نوښتګر جوړیږي.

څیړنه په خپل رپوټ کې وايي: “د انسان په خلاقیت او نوښت د چایو اغیز، څیړونکي لا دې ته وهڅول چې د خوراک او څښاک اغیز په دماغي ځواکمنتیا او خلاقیت لا نور وڅیړي.”

په چایو کې د تینین په نوم ماده د انسان سره مرسته کوي، چې په ذهني لحاظ چټک او د غبرګون ځواک يې پیاوړی وي.

څیړونکو د چایو او اوبو ګټې په مقایسوې ډول هم څیړلي او دې پایلې ته رسیدلي، چې اوبه خو ګټورې دي؛ خو چای له اوبو څخه هم ډیر د ذهني پیاوړتیا سره مرسته کوي. چای د اوبو په نسبت د دماغو له ځواکمنتیا سره تر ۰،۵ سلنې پورې زیاتې ګټورې دي.

له دې سربیره په نورو څیړونو کې دا هم موندل شوې، چې شین چای د غاښونو په سپین والي او د پوټکي په تازه او ځوان ساتلو کې ګټور تمامیږي.