fbpx

نن افغانستان او آيرلېنډ بيا لوبغالي ته کوزېږي

د افغانستان او آيرلېنډ لوبډلې به يو ځل بيا نن ماښام اووه نيمې بجې لوبغالي ته کوزېږي او دوهمه شل اوريزه نړيواله لوبه به ترسره کوي.

د آيرلېنډ په کوربه توب د افغانستان او آيرلېنډ ترمنځ د ٣ شل اوريزو او ٣ يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ روانه ده، چې لومړۍ شل اوريزه لوبه د اګست په ٢٠مه نېټه ترسره شوه، چې پکې افغانستان بريا ترلاسه کړه.

په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې افغانستان لومړى توپوهنه وکړه، چې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو سره يې ١٦٠ منډې وکړې او آيرلېنډ ته يې ١٦١ منډې هدف وټاکه، خو د آيرلېنډ ٩ لوبغاړي وسوځېدل او يواځې ١٤٤ منډې يې وکړې او افغانستان په ١٦ منډو بريا ترلاسه کړه.

د افغانستان له خوا تر ټولو زياتې منډې حضرت الله ځاځي ٧٤ کړې وې او راشد خان ٣ لوبغاړي سوځولي و.

په ياده لوبه کې محمد نبي په شل اوريزو لوبو کې خپلې زر منډې هم پوره کړې او همدا راز حضرت الله ځاځى لومړنى افغان لوبغاړى شو، چې په شل اوريزه لوبه کې يې په ٢٢ توپونو پنځوسيزه ووهله.

ياده دې وي چې دغه لوبه د باران له امله د ١٨ اورونو لوبه وه.

د ٣ شل اوريزو لوبو لوبلړۍ دويمه لوبه نن بيا د افغانستان په وخت اووه نيمې بجې ترسره کېږي، چې پکې به افغانستان او آيرلېنډ د بريا لپاره خپلې ټولې هڅې په کار اچوي.

د افغانستان لوبډلې نوملړ:

آفتاب عالم، اصغر افغان (کپتان)، فريد احمد، ګلبدين نايب، حضرت الله ځاځى، ميروېس اشرف، محمد نبي، محمد شهزاد (ويکټ ساتونکى)، مجيب الرحمان، نجيب الله ځدراڼ، راشد خان، سميع الله شينوارى، شفيق الله شفق، عثمان غني

د آيرلېنډ لوبډلې نوملړ:

اې بلبرني، پيټر چيس، ډيويډ ډيلاني، جارج ډوکريل، ټايرون کېن، جوشوا ليټل، انډي مک براين، کيوين اوبراين، ويليم پورټرفيلډ، بويډ رينکين، جيمز شانون، سيمي سنګ، پال سټرلنګ، سټارټ تهامپسن، ګېري ويلسن (کپتان او ويکټ ساتونکى)

Loading...