fbpx

د پاکستان پوځ محسن داوړ له بې ځايه شوو کډوالو پښتنو راوګرځاوه

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ غوښتل چې د اختر ورځ په بنو کې د بکاخېل له کډوالو سره د هغوى په کمپ کې تېره کړي، خو د پاکستان پوځ نوموړى ياد کمپ ته ورپرېنښود.

خبريال ته سرچينو وويل، چې محسن داوړ غوښتل چې د اختر لمونځ او د اختر ورځ له خپلو بې ځايه شويو وروڼو سره تېره کړي، خو کله چې نوموړى په بنو کې د بکاخېل کمپ ته لاړ، نو هلته يې پوځ مخه ونيوله او نه يې غوښتل چې کمپ ته يې پرېږدي. لږ ساعت وروسته بيا پوځ د کرفيو يا ګرځبندېز بهانه وکړه او ياد کمپ ته يې هېڅوک هم پرې نه ښودل.

محسن داوړ په خپله فېسبوکپاڼه ليکلي دي:

((په بنو کې د بکاخېل کمپ ته ولاړم، تر څو له کډوالو سره د اختر لمونځ وکړم او اختر ورسره ولمانځم، خو د پاکستان پوځ پرې نه ښودم چې کمپ ته دننه لاړم، دوى راته وويل چې دلته کرفيو لګېدلې ده او هيچا ته اجازت نشته چې دننه لاړ شي هم له کمپ څخه بهر راشي. دا ډېر شرمناک کار دى.))محسن داوړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه پلوي خبريال ته وويل، چې محسن داوړ اوس مهال د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړى دى، خو د پاکستان پوځ يې اوس هم له خپلو پښتنو څخه راګرځاوي او نه يې پرېږدي چې د قبايلي پښتنو سره له نږدې څخه وګوري.

نوموړي يې د لامل په اړه وويل، چې که چېرته محسن داوړ له يادو پښتنو سره له نږدې څخه وګوري، نو د هغوى د غمونو او پر هغوى د شوو ظلمونو داستانونه به هم له نږدې څخه واوري او بيا به يې نه يواځې دا چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په غونډو کې ولس ته ورسوي، بلکې په پارلمان کې به هم د دې خلکو غږ پورته کړي، نو همدا لامل دى چې د پاکستان پوځ نه غواړي چې محسن داوړ دې د بې ځايه شوو کډوالو کمپونو ته لاړ شي.

ياده دې وي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د سر په مشرانو کې يو محسن داوړ او علي وزير هم ول، چې دواړه له وزيرستان څخه د پاکستان قامي اسمبلۍ ته ولاړ ول او دواړو خپلې چوکۍ وګټلې.

اوس پښتون ژغورنې غورځنګ نه يواځې دا چې لويې لويې جلسې کوي او د پښتنو لپاره غږ پورته کوي، بلکې دا دواړه شاه زلمي د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې هم د پښتنو د حقونو لپاره خپل غږ پورته کوي.

Your SEO optimized title page contents