fbpx

عامر خان او جوهي چاوله ولې ٦ کاله خپه ول؟

په هندي فلمونو کې يو وخت جوهي چاوله يو نوموتى نوم و او د لومړي قطار په ستورو کې شمېرل کېده، نوموړې په يوه مرکه کې ويلي دي، چې يواځې د يوې ټوکې له امله يې له عامر خان سره ملګرتيا خرابه شوې وه.

هندي رسنۍ ليکي، چې د تېر وخت نوموتې فلمي ستورې جوهي چاوله په يوه مرکه کې ويلي دي، چې عامر خان به د فلم د ريکارډنګن پر مهال د ماشومانو په څېر جنګونه کول او هر وخت به يې ټوکې کولو او سخته به يې تنګولم.

نوموړې زياتوي، عامر خان نه يواځې دا چې له ماسره به يې ټوکې کولې، بلکې له نورو ممثلينو سره به يې هم ټوکې کولې او په ځانګړې توګه فلمي ستورې به يې زياتې تنګولې، خو زما له عامر خان سره ملګرتيا وه او موږ دواړه ډېر نږدې دوستان و، هغه به په وړو وړو خبرو په ډېره اسانۍ پوهولم.

جوهي چاوله وايي، چې يوه ورځ عامر خان د فلم سټوډيو ته راغى، ډېر سنجيده و، ويل يې چې زه د لاس کرښې لوستاى شم او بيا يې زما لاس ونيوه، لږ ساعت يې ورته وکتل او بيا يې ډېر په تېزه بېرته وغورځاوه او همداسې بهر وتښتېده، چې دا کار يې په ما ډېر بد ولګېده.

نوموړې وايي، د عامر خان دا ټوکه په ما ډېره بده ولګېده او ډېره يې وژړولم، زه په عامر خان ډېره غوسه وم او له همدې امله په سبا ورځ د فلم ريکارډنګ ته هم رانغلم.

هغه وايي چې د فلم د ريکارډنګ نه پرته موږ له يوه او بل سره خبرې کول پرېښودل، او ٦ کاله مو يو بل سره خبرې ونکړې، خو وروسته ماته احساس وشو، چې زه په غلطه يم، ماته نه وه پکار چې په دومره وړه خبره دې زه له عامر خان څخه دومره لوى خپګان وکړم، نو له هغې وروسته بيا ما د خبرو پيل وکړ او له عامر سره مې خبرې پيل کړې.