fbpx

د راشد او مجيب بالنګ ته د آيرلېنډي لوبغاړو پښې ټينګې نه شوې

راپور : ديوان

د افغانستان او آيرلېنډ په دوهمه شل اوريزه لوبه کې افغان ورو توپ اچوونکو راشد خان او مجيب الرحمان د آيرلېنډ لوبغاړي دړې وړې کړل او افغانستان ته يې لويه بريا ورپه برخه کړه.

د افغانستان او آيرلېنډ ترمنځ د ٣ شل اوريزو لوبو لوبلړۍ دوهمه لوبه نن په شمالي آيرلېنډ بريډي لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.

محمد شهزاد او حضرت الله ځاځى توپوهنې ته راووتل، خو په دوهم اوور کې محمد شهزاد خپله ويکټه له لاسه ورکړه، چې يواځې ١ منډه يې کړې وه.

ورپسې سميع الله شينوارى راووت، خو هغه هم د شګو ډېرى وخوت، ځکه په دريم اوور کې يې خپله ويکټه له لاسه ورکړه او هغه هم يواځې ١ منډه وکړه.

له ده وروسته کپتان اصغر افغان راووت او د حضرت الله ځاځي سره يې په ګډه خوندوره لوبه پيل کړه.

حضرت الله ځاځى
حضرت الله ځاځى

دواړو په ګډه د افغانستان منډې ١٢٤ ته ورسولې، چې دغه وخت حضرت الله ځاځي خپله ويکټه له لاسه ورکړه، نوموړي د ٧ شپږيزو او ٦ څلوريزو په مټ په ٥٤ توپونو ٨٢ منډې وکړې.

د اصغر افغان ملګرتيا له شفيق الله راووت، خو يواځې ٢ منډې يې وکړې، همدا راز نجيب الله ځدراڼ ٢٠ او محمد نبي ١٢ منډې وکړې او کپتان اصغر افغان ٣٧ منډې وکړې، بل کوم لوبغاړي ښه توپوهنه ونکړه.

افغانستان په ټاکلو شلو اورونو کې د ٨ لوبغاړو په تاوان ١٦٠ منډې وکړې او آيرلېنډ ته يې د ١٦١ منډو هدف وټاکه.

د آيرلېنډ بالرانو چيس ٣، رنکين ٢، سيمي سنګ ١، جوشوا ليټل ١ او ډوکريل هم ١ ويکټه ترلاسه کړه.

د ياد هدف ترلاسه کولو لپاره د آيرلېنډ پال سټرلنګ او سټارټ تهامپسن توپوهنې ته راووتل، خو سټرلنګ په دوهم اوور کې خپله ويکټه له لاسه ورکړه، تهامپسن بيا په دريم اوور کې خپله ويکټه له لاسه ورکړه، چې دواړو ٢ او ٣ منډې کړې وې.آيرلېنډ

پورټرفيلډ بيا يو څه ښه لوبه وکړه او ٣٣ منډې يې وکړې، همدا راز کپتان ګېري ويلسن ٢٢ منډې وکړې، له دوى پرته هېڅ داسې لوبغاړى پېدا نه شو، چې پنځه منډې دې هم ترسره کړي.

د افغان بالرانو خطرناکې توپ اچوونې ته د هېڅ آيرلېنډي لوبغاړي پښې ټينګې نه شوې او پرله پسې يې خپلې ويکټې له لاسه ورکولې، چې د آيرلېنډ ټول لوبغاړي په ١٥ اورونو کې وسوځېدل او ٧٩ منډې يې وکړې.

افغان توپ اچوونکو راشد خان او مجيب الرحمان ډېر خطرناک بالنګ وکړ، چې راشد خان ٤ او مجيب الرحمان ٣ لوبغاړي وسوځول، همدا راز محمد نبي، فريد احمد او آفتاب عالم هم يوه يوه ويکټ ترلاسه کړه.نبي، راشد او مجيب

افغانستان په ٨١ منډو بريا ترلاسه کړه او د لوبلړۍ دوهمه لوبه يې هم په خپل نوم کړه او د دې تر څنګ د درې لوبو په سيريز کې د ٢-٠ سره يې سيريز هم په خپل نوم کړ.

په نننۍ لوبه کې افغان لوبډلمشر اصغر افغان په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ١٠٠٠ منډې پوره کړي. اصغر دريم افغان لوبغاړى دى، چې زر منډې پوره کوي.

د افغانستان او آيرلېنډ دريمه شل اوريزه لوبه به د اګست په ٢٤مه نېټه ترسره کېږي.