fbpx

افغانستان او آيرلېنډ به نن په وروستۍ لوبه کې ځانونه وازمايي

آيرلېنډ د افغانستان کوربه دى او نن به دواړه لوبډلې د وروستۍ شل اوريزې لوبې لپاره خپل ځانونه ازمايي، تر څو په وروستۍ لوبه کې بريا ترلاسه کړه.

د افغانستان او آيرلېنډ ترمنځ د ٣ شل اوريزو لوبو لړۍ افغانستان په خپل نوم کړې ده، چې ترسره شوو دواړو لوبو کې افغانستان بريا ترلاسه کړه او نن د سيريز وروستۍ لوبه ترسره کوي.

په لومړۍ لوبه کې افغانستان په ١٦ منډو آيرلېنډ مات کړ او په دوهمه لوبه کې يې بيا په ٨٢ منډو مات کړ.

د افغانستان له خوا تر ټولو ښه توپوهنه حضرت الله ځاځي وکړه، چې په لومړۍ لوبه کې يې ٧٤ او په دوهمه کې يې ٨٢ منډې ترسره کړې. همدا راز د توپ اچوونکې په ډګر کې بيا راشد خان، مجيب الرحمان او محمد نبي ښه وځلېدل.

د افغانستان او آيرلېنډ لومړۍ شل اوريزه لوبه د اګست په شلمه، دوهمه د اګست په دويشتمه ترسره شوې او دريمه لوبه د اګست په څلورويشتمه (نن) ترسره کېږي.

په تېرو دوو لوبو کې محمد نبي او اصغر افغان په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې زر زر منډې هم پوره کړې او همدا راز حضرت الله ځاځى لومړنى افغان لوبغاړى شو، چې په ٢٢ توپونو يې چټکه پنځوسيزه ووهله.

د ٣ شل اوريزو لوبو لوبلړۍ دريمه لوبه نن بيا د افغانستان په وخت اووه نيمې بجې ترسره کېږي، چې پکې به افغانستان او آيرلېنډ د بريا لپاره خپلې ټولې هڅې په کار اچوي.

همدا راز افغانستان او آيرلېنډ درې يو ورځنۍ لوبې هم لري، چې د شل اوريزو لړۍ له پاى ته رسېدو وروسته به بيا يو ورځنۍ لوبو لړۍ پيل شي.

د افغانستان لوبډلې نوملړ:

آفتاب عالم، اصغر افغان (کپتان)، فريد احمد، ګلبدين نايب، حضرت الله ځاځى، ميروېس اشرف، محمد نبي، محمد شهزاد (ويکټ ساتونکى)، مجيب الرحمان، نجيب الله ځدراڼ، راشد خان، سميع الله شينوارى، شفيق الله شفق، عثمان غني

د آيرلېنډ لوبډلې نوملړ:

اې بلبرني، پيټر چيس، ډيويډ ډيلاني، جارج ډوکريل، ټايرون کېن، جوشوا ليټل، انډي مک براين، کيوين اوبراين، ويليم پورټرفيلډ، بويډ رينکين، جيمز شانون، سيمي سنګ، پال سټرلنګ، سټارټ تهامپسن، ګېري ويلسن (کپتان او ويکټ ساتونکى)

Your SEO optimized title page contents