fbpx

دوستم د شیر خان فرنود په مړینې خواشیني وښوده

د افغانسان ولسمشر لومړی مرستیال او جنبش ملي ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم د کابل بانک پخواني رئیس شیر خان فرنود په مړینه خواشیني وښوده.

جنرال دوستم په یوه بیان کې ویلي، چې مرحوم فرنود د اوسني نظام شته فرصتونو ته په کتو د لومړی خصوصي بانک د بنسټ ډبره کیښوده.

د ولسمشر لومړی مرستیال هیله څرګنده کړه، چې کابل بانک به په راتلونکي کې هم د راکړي ورکړي په برخه کې یې خپل مخکښ ځای وساتي.

باخبره سرچینې وایي چې ښاغلي فرنود د ۵۷ کالو په عمر د ورپیښې ناروغی له امله د بګرام په یوه زنداان کې مړ شوی دی.

کابل بانک د پوکر نړیوال لوبغاړي شیرخان فرنود له خوا په ۲۰۰۴ میلادي کال کې جوړ او په فعالیت پیل کړ خو دغه بانک د ۲۰۱۰ کال په اګست کې د درغلیو له رسوا کېدو او د ژور کړکېچ له راپیدا کېدو وروسته د افغان دولت له لوري وتړل شو.

د افغانستان استیناف محکمې شاوخوا څلور کاله مخکې د کابل بانک قضیې په تړاو د دغه بانک پخواني مشران خلیل الله فیروزي او شیر خان فرنود هر یو په لس کلن بند محکوم کړل.

ورپسې د افغانستان سترې محکمې د کابل بانک په قضیه کې د ښکېلو کسانوپه اړه د استیناف د ځانګړې محکمې پریکړه تایید کړه.