fbpx

جيکي چن او اميتاب بچن ګډ فلم کې کار کوي

د هانګ کانګ د مارشل آرټ يا کراټو نوموتي ستوري جيکي چن د مينه والو لپاره ښه خبر دا دى، چې اوس به نوموړى ډېر ژر د هندي سينما وتلي ستوري اميتاب بچن سره په يوه فلم کې ګډ کار کوي.

سرچينې وايي، چې ٧٥ کلن اميتاب بچن او ٦٤ کلن جيکي چن په لومړي ځل په يوه هندي فلم کې يو ځاى کار کوي. دا لومړى ځل دى چې جيکي چن په هندي فلم کې کار کوي.

مخکې، که څه هم يو شمېر هنديو ستورو له جيکي چن سره په فلمونو کې کار کړى دى، خو هغه فلمونه د چين، هانګ کانګ يا هند او هانګ کانګ په ګډه جوړ کړي و، خو دا ځل دا کراټې باز ستورى په بشپړ هندي فلم کې کار کوي.

هندي رسنۍ ((ممبۍ مرر)) ليکي، چې په ٢٠٠٢ کې جوړ شوي فلم ((آنکهين)) په سيکويل يا دوهمه برخه کې به له اميتاب بچن سره جيکي چن کار کوي.

که څه هم تراوسه پورې دا خبره دقيقه شوې نه ده چې جېکي چن په فلم کې اخيستل شوى دى، خو سرچينې وايي چې په فلم کې د جيکي چن اخيستو امکان زيات دى.

سرچينې وايي، چې په (آنکهين ٢) فلم کې به جېکي چن د کسينو يا هوټل د مالک رول لوبوي.

همدا راز ويل کېږي، چې د آنکهين په دې برخه کې به د اميتاب بچن تر څنګ ځوان ستورى سشانت سنګ راجپوت او وکي کوشل هم واخيستل شي.

ياده دې وي چې دوه ورځې مخکې (ايروز ناو) د شپاړس کاله مخکې نندارې ته وړاندې شوي فلم (آنکهين) د دوهمې برخې د جوړولو اعلان کړى و.

د فلم جوړونکي شرکت د فلم د جوړولو تر څنګ دا خبره هم کړې وه، چې په فلم کې به د اميتاب بچن تر څنګ نور لوى لوى ستوري هم واخيستل شي.

آنکهين فلم شپاړس کاله مخکې نندارې ته وړاندې شوى و، نه يواځې دا چې ډېرې ښې پېسې يې هم ګټلې وې، بلکې فلمي کره کتونکو هم دا فلم ډېر ستايلى و.

په لومړي فلم کې د اميتاب بچن سره اکشى کمار، ارجن رامپال، پريش راول او سشميتا سين کار کړى و.

د لومړي فلم لارښود وپل امرت لال شاه و او د ياد فلم پروډيوسر بيا ګورنګ دوشي و.

د دې سيکويل فلم لارښود به انيس بزمي دى او دا فلم به ايروس نا او ترن اګروال پروډيوسر کوي.

داسې ويل کېږي چې د فلم ثبتول به راروان کال پيل شي او د ٢٠١٩ په اخر کې به نندارې ته وړاندې شي.