fbpx

د حنيف اتمر استعفا؛ سياست کوم لوري ته روان دى؟

ليکوال : بريالى زمرى

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر خپله استعفا ورکړه او ولسمشر هم ومنله او د نوموړي پر ځاى يې په امريکا کې د افغانستان سفير حمدالله محب وټاکه. دا خبر ډېر ژر په ټول هېواد کې خپور شو، يو شمېر خلکو بد خبر وګاڼه او ډېرو بيا وويل چې ولسمشر يوه قوي ويکټه له لاسه ورکړه، ځينو وويل چې اتمر په رښتيا هم د امنيت په ټينګښت کې ناکامه شوى و، خو په هر حال، حنيف اتمر د اوسني حکومت يو ډېر مهم کس و، چې اوس له خپلې دندې لاس په سر شو.

د محمد حنيف اتمر استعفاليک کې د ځينو خبرو يادونه شوې وه، چې يې ليکلي و چې د حکومت له مشرتابه سره يې په ځينو خبرو او تګلارو اختلاف د دې سبب شو، چې له خپلې دندې استعفا ورکړي، خو حکومتي خلک بيا دې خبرې ته ډېره اشاره کوي، چې د وروستيو پېښو له کبله نوموړى دې ته مجبوره شو چې له خپلې دندې استعفا ورکړي.

بهر حال، لاندې په يو شمېر لاملونو خبره کوو، چې حنيف اتمر ولې استعفا ورکړه او د افغانستان سياست، په ځانګړې توګه د پاکستان په اړه، کوم لوري ته روان دى.

وروستۍ نا امني:

که د وروستيو نا امنيو په اړه خبره وشي، لکه د غزني پېښه، چې هېڅ د بښنې وړ نه ده، نو امنيتي ارګانونو د امنيت په تامينولو کې بشپړ ناکامه شوي دي. د اختر په لومړۍ ورځ، د اختر د لمانځه پر مهال وسله وال د کابل زړه ته راځي او له نږدې څخه په ارګ په داسې مهال راکټونه وروي، چې ولسمشر د اختر پر لمانځه ولاړ دى.

چې په دې هېواد کې د ارګ امنيت نه وي ټينګ، نو بيا زما او د بل هېوادوال امنيت به په څه ډول ټينګ شي؟ همدا راز د غزني په څېر لوى ولايت سقوط کېږي او ولسمشر ترې خبر نه وي، داسې نورې ډېرې پېښې دي، چې دا څرګندوي چې د امنيتي ادارو مشران په بشپړ ډول ناکامه شوي دي.

په وروستيو کې د اشرف غني او حنيف اتمر ترمنځ اړيکې دومره سړې شوې، چې اتمر په دې وويرېده، چې په دوهم ځل څه، چې په ٢٠٢٤ کې به هم اشرف غني په ولسمشريزو ټاکنو کې د اتمر نه ملاتړ ونکړي.

په دې لړ کې خو د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر خپله استعفا ورکړه او ولسمشر هم ومنله، خو د دفاع وزير، د کورنيو چارو وزير او د ملي امنيت مشر هم استعفاوې ولسمشر ته ورکړې او دا يې ومنله چې دوى نه شي کولاى د هېواد امنيت ټينګ کړي، خو ولسمشر د درې واړو استعفاوې رد کړې.

پکار خو دا وه چې بايد د دې درې واړه کسانو استعفاوې هم منظورې شوې واى او د دوى پر ځاى نور وړ کادرونه په دغه پوسټونو مقرر شوي واى، ځکه چې دوى په تېرو څلورو کلونو کې امنيت رانه وست او ورځ تر بلې ترې امنيت خرابېږي، نو په راروانو ورځو کې هم امنيت نه شي راوستاى.

راروانې ولسمشريزې ټاکنې:

که تاسو فکر وکړئ، د حامد کرزي په وخت کې د ملي امنيت سلاکار پوسټ دومره مهم نه و، خو د اشرف غني په وخت کې، کله چې حنيف اتمر د ملي امنيت سلاکار شو، نو دا بست ډېر زيات مهم شو.اشرف غني او حنيف اتمر

تاسو وګورئ، هر څه کې د حنيف اتمر دريځ، په بهرنيو سفرونو کې د خارجه او دفاع وزيرانو څخه زيات اهميت حنيف اتمر ته ورکول کېده، يا هم که په امنيتي ارګانونو کې وګورو، نو د نورو امنيتي مشرانو څخه زيات غوږ د حنيف اتمر خبرو ته نيول کېده، يعنې دا بست به دومره مهم و که نه، خو حنيف اتمر ډېر مهم کړ يا حنيف اتمر ډېر مهم و.

ويل کېږي چې د ولسمشر غني له کمپ څخه که په دوهم ځل نه، خو په دريم ځل حتماً حنيف اتمر دې ته په تمه و چې ولسمشريزو ټاکنو ته به درېږي او د اشرف غني له کمپ څخه به بريا ترلاسه کوي، خو ويل کېږي چې په وروستيو کې د اشرف غني او حنيف اتمر ترمنځ اړيکې دومره سړې شوې، چې اتمر په دې وويرېده، چې په دوهم ځل څه، چې په ٢٠٢٤ کې به هم اشرف غني په ولسمشريزو ټاکنو کې د اتمر نه ملاتړ ونکړي.

بلخوا که وګورو، ولسمشر غني چې د هر چارواکي پر ضد سخت ګامونه پورته کړي دي، حنيف اتمر ورسره نرمه رويه کړې، د هغه د پخلا کولو هڅې يې کړي، يعنې اشرف غني چې هر څوک خپه کړى، حنيف اتمر بېرته خوشحاله کړى دى او په دې چل سره يې د حکومت پر مهال د ډېرى خلکو زړونه خپل کړي دي.

همدا راز حنيف اتمر په دې فکر هم دى، چې په اوس وخت کې له اشرف غني ډېر نفوذي کس دى په خپله دى، همدا لامل دى چې له دندې يې استعفا ورکړه، تر څو په وخت د راروانو ولسمشريزو ټاکنو لپاره خپل کمپ جوړ کړي او د اشرف غني په مقابل کې ودرېږي. ځکه هغه فکر کوي چې د خلکو تر څنګ به ورسره له اشرف غني خپه شوي چارواکي هم ودرېږي، چې په سر کې يې حامد کرزى دى.

د زلمي خليلزاد راتګ:

يو ځل بيا خبرونه خپاره شوي دي، چې زلمى خليلزاد د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى ټاکل کېږي.

که زلمي خليلزاد په اړه خبرې وشي، نو هغه يو له هغه کسانو څخه دى، چې د پاکستان پر ضد ډېر سخت دريځ لري، همدا راز د محمد حنيف اتمر پر ځاى چې کوم کس د ملي امنيت سلاکار وټاکل شو، هغه په خپله هم د پاکستان ضد دى.

په امريکا کې د افغانستان سفير حمدالله محب يو له هغه کسانو څخه دى، چې د خپل کار پر مهال يې د پاکستان رښتينې څېره نړۍ ته وښوده، هغه يې انزوا ته کړ، امريکا او نړيواله ټولنه يې دې ته تياره کړه، چې پاکستان په خړ لېسټ کې شامل کړي. پاکستان د نورو په پرتله، له حمدالله محب څخه ډېر خار وړه، ځکه چې همدا سړى دى، چې نړۍ د پاکستان پر ضد کړه.

په داسې حال کې د حنيف اتمر ليرې کېدل او د زلمي خليلزاد او حمدالله محب راتلل، له دې ښکاره کېږي چې د پاکستان پر ضد په افغانستان کې دننه يو سخت ټيم جوړول کېږي، تر څو په افغانستان کې دننه په پاکستان دايره راتنګه شي.

بلخوا  که تاسو وګورئ، ولسمشر غني امريکې ته نږدې دى، خو حنيف اتمر دا هڅې هم کولې چې له روس سره هم نږدې اړيکې وپالي، نو دا هم يو لامل شو چې روسي لابي ليرې او امريکايي لابي مضبوطه شي.

که څه هم پر حنيف اتمر د داعش د پياوړي کېدو تورونه هم لګېدلي ول، خو ولسمشر غني دا تورونه رد کړي و، د شمالي ټلوالې سره د ولسمشر غني سخت دريځ که څه هم شمالي ټلواله له ولسمشر غني خپه کړه او اتمر به يې بېرته د پخلا کولو هڅه کوله، خو بيا هم اتمر د شمالي ټلوالې لپاره د سترګو ازغى و او تر يې دا هڅه کوله، چې نوموړى له حکومت وباسي، کېداى شي دا هم د ولسمشر هغه هڅه وي، چې شمالي ټلواله يې خوشحاله کړي وي، خو بيا هم، حنيف اتمر د اوسني حکومت يو له مهمو او نفوذي کسانو څخه و.

په هر حالت، که د پاکستان پر ضد دلته سخت سړي مقرر شي، نو هيله ښودل کېداى شي چې د سولې او امنيت په برخه کې موږ د مثبت بدلون شاهدان واوسو.

د يوه کس په ليرې کېدو کې هېڅ تاوان نشته، په داسې حال کې چې امنيت ورځ تر بلې د هغه کس په موجودګۍ کې خراب شوى وي، پکار خو دا وه چې د دفاع وزير، د ملي امنيت مشر او د کورنيو چارو وزير هم له دندې ليرې شوي واى، د دوى پر ځاى چې نور څوک راغلي واى هغوى به حتماً هڅه کوله چې د امنيت په برخه کې يو لړ کارونه ترسره کړي. خو بيا هم دلته سيسټم شته، د يو چا په ليرې کېدو هېڅ نه کېږي، که يو کس لاړ شي، بل به راځي.

خو د پاکستان پر ضد په افغانستان کې دننه بايد قوي خلک ولرو، تر څو له دې ازلي دښمن سره هماغه ډول کارونه وکړو، چې څه ډول ورسره پکار دى او نه هم داسې خلک دننه په هېواد کې قوي پاتې شي، چې له پاکستان سره لاس لري يا هم د پاکستان د ګټو لپاره په افغانستان کې کار کوي.

په هر حال، وروستيو بدلونونو ته په کتلو سره، د افغانستان سياست، په ځانګړې توګه د پاکستان پر ضد باندې، ښه لوري ته روان دى.

Loading...