fbpx

کرکټ: افغانستان او آيرلېنډ يې نن بيا ازمايي

افغانستان اوس مهال د آيرلېنډ په کوربه توب په آيرلېنډ هېواد کې د ياد هېواد ملي لوبډلې سره لوبې لري، چې ٣ شل اوريزې لوبې ترسره شوې، چې دوه لوبو کې افغانستان بريا ترلاسه کړه او دريمه لوبه د باران له امله لغوه شوه، د شل اوريوز ٣ لوبو ياد سيريز افغانستان وګټلو او د سيريز غوره لوبغاړى بيا حضرت الله ځاځى شو.

نن افغانستان او آيرلېنډ يو ځل بيا لوبغالي ته کوزېږي او لومړۍ يو ورځنۍ لوبه ترسره کوي.

د آيرلېنډ په سيول سرويس کرکټ کلب، سټورمونټ، بيلفاسټ کې نن لومړۍ يو ورځنۍ لوبه ترسره کېږي، چې د لوبې پچه آيرلېنډ ګټلې ده او افغانستان ته يې د توپوهنې بلنه ورکړې ده.

د نننۍ يو ورځنۍ لوبې لپاره افغانستان لاندې لوبډله غوره کړې ده:

احسان الله، رحمت شاه، اصغر ستانکزى (کپتان)، حشمت الله شاهدي، محمد نبي، ګلبدين نايب، راشد خان، مجيب الرحمان، آفتاب عالم، شفيق الله شفق (ويکټ ساتونکى)، حضرت الله.

آيرلېنډ لوبډلې بيا لاندې لوبغاړي د نننۍ لوبې لپاره غوره کړي دي:

ويليم پورټرفيلډ (کپتان)، انډي بلبرني، پيټر چيس، انډي مک براين، ټيم مرتغ، کيوين اوبراين، نيل اوبراين، بويډ رنکين، سيمي سنګ، پال سټرلنګ، ګېري ويلسن.

د افغانستان او آيرلېنډ ترمنځ درې يو ورځنۍ لوبې ترسره کېږي، چې لومړۍ يې نن، دوهمه يې د اګست په ٢٩مه او دريمه يې بيا د اګست په ٣١مه په آيرلېنډ کې ترسره کېږي.

د افغانستان مخکښ توپوهونکى او ويکټ ساتونکى د آيرلېنډ خلاف په نننۍ لوبه کې نه دى اخيستل شوى، ښايي لامل يې دا وي چې په شل اوريزو لوبو کې نوموړي ښه لوبه ونکړه، نو د هغه پر ځاى په نننۍ لوبه کې حضرت الله ځاځى شامل شوى دى، چې په شل اوريزو لوبو کې ښه ځلېدلى و او له هغې وروسته کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې حضرت الله ځاځى يې په يو ورځني سکواډ کې هم شامل کړ.

خو احسان الله جنت بيا په سکواډ کې شامل دى او اوپنر راويستل شوى دى، چې يواځې واسطه يي لوبغاړى دى او د نوروز منګل ورور دى، خو محمد شهزاد له لوبډلې کېنول شوى دى.

Loading...