fbpx

د نايب او شاهدي پنځوسيزې، افغانستان ٢٢٧ منډې وکړې

د افغانستان او آيرلېنډ په لومړۍ يو ورځنۍ نړيواله لوبه کې افغانستان په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ٩ ويکټو په تاوان ٢٢٧ منډې وکړې او آيرلېنډ ته يې د ٢٢٨ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره ګلبدين نايب او حشمت الله شاهدي خوندورې پنځوسيزې وکړې او حضرت الله ځاځى په نننۍ لوبه کې هغه ډول ونه ځليد، چې څه ډول ترې هيله کېده.

د لوبې پچه آيرلېنډ وګټله او افغانستان ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د توپوهنې لپاره حضرت الله ځاځى او او احسان الله جنت لوبغالي ته راووتل، په نننۍ لوبه کې محمد شهزاد نه و اخيستل شوى.

حضرت الله شاهدي په څلورم اوور کې خپله ويکټه له لاسه ورکړه او په اووم کې بيا احسان الله جنت هم خپله ويکټه له لاسه ورکړه. د افغانستان دواړه د پيل توپوهونکي ښه ونه ځلېدل.

ګلبدين نايب او رحمت شاه ښه لوبه پيل کړه او د افغانستان منډې يې يو ځاى ته ورسولې، خو رحمت شاه په اتلسم اوور کې خپله ويکټه لاسه ورکړه، نوموړي ٢٩ منډې کړې وې.

د ګلبدين نايب مرستې ته حشمت الله شاهدي توپوهنې ته راووت او دواړه بيا ډېره خوندوره توپوهنه وکړه. ګلبدين نايب ٦٤ او حشمت الله شاهدي ٥٤ منډې وکړې او د افغانستان لپاره يې د يو ښه هدف هڅه وکړه.

شفيق الله او آفتاب عالم ١١، ١١ منډې وکړې، محمد نبي او راشد خان يوه يوه منډه وکړه، مجيب الرحمان بيا ٤ منډې وکړې.

افغانستان په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٩ ويکټو په تاوان ٢٢٧ منډې وکړې او آيرلېنډ ته يې د ٢٢٨ منډو هدف وټاکه.

د آيرلېنډ له خوا بيا ټيم مرتغ ٤ او بويډ رنکين ٣ لوبغاړي وسوځول، همدا راز پيټر چيس او انډي مک براين هم يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.

د افغانستان او آيرلېنډ ترمنځ د ٣ يو ورځنيو لوبو لړۍ کې لومړۍ لوبه نن ترسره کېږي، له دمې وروسته به آيرلېنډ لوبه پيلوي، تر څو ياد هدف پوره کړي او د افغانستان توپ اچوونکي به هڅه کوي، تر څو له هدف مخکې آيرلېنډ کنټرول کړي.