fbpx

راتلونکې یوه نیمه میاشت د طالبانو لپاره برخلیک ټاکونکې ورځې

د امریکایي رسنیو په حواله، د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد راتلل، امنیت شورا ته د ځوان سیاستوال حمدالله محب ټاکل، پاکستان کې د پوځ پر مټ د عمران خان لومړی وزیر کېدل، د پاکستان له روغتونونو څخه د ناروغو افغانانو او طالب ټپیانو شړل.

دا هغه حساسې موضوع ګانې دي چې طالبان به راتلونکې څو اونیو کې دې ته اړ باسي، څو په خپل سیاست کې بدلون راولي.

د امریکایي رسنیو د خبرونو له مخې ډونالډ ټرمپ په پام کې لري افغان الاصله امریکایي سیاتوال زلمی خلیلزاد، په افغانستان کې د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکي، نوموړی په پاکستان باندې د توندو نیوکو له کبله ډېر مشهور دی او تل یې د پاکستان دوه مخي سیاست باندې نیوکې کړې دي او بیا بیا یې له رسنیو سره په خبرو کې د افغان جګړې ګوته پاکستان ته نیولې ده او پاکستان یې د افغانستان پر وړاندې په دوه مخي سیاست تورن کړی دی. که نوموړی د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شي، نو ښایي د افغانستان پر وړاندې به د پاکستان په سیاست کې مثبت تغیر راشي او پر پاکستان باندې به د امریکا فشارونه لا هم زیات شي.

همدا رنګه د دې سره سم د افغانستان په امنیت شورا کې هم لوی بدلون راغی، د اتمر له استعفا وروسته په امریکا کې افغان سفیر حمدالله محب د امنیت شورا د سلاکار په توګه وټاکل شو.

نوموړي خپلې زده کړې په برېتانیه او امریکا کې کړي او په تېرو دریو کلونو کې یې د پاکستان خلاف په نړیواله کچه لابي وکړه او تر ډېره بریده یې بری راوړ، هغه په خپل تاند سیاست کې د پاکستان د دوه مخي سیاست د څېرې د بربنډولو تر څنګ نړیوالو ته دا وښودله چې پاکستان په افغانستان کې د جنګېدونکو ډلو سره هر اړخیزه مرسته کوي. حمدالله محب به اوس افغانانو ته هم جوته کړي چې پاکستان د افغانستان د بربادۍ لپاره مټې را بډوهلي دي، خو نوموړي له پخواني دریځ څخه ښکاري چې د نړیوالو په ملاتړ به پر پاکستان لا هم فشار زیات کړي، څو د وسله والو له ملاتړ څخه لاس واخلي. د نوموړي د پاکستان خلاف سیاست له کبله تېرو څو کلونو کې پر پاکستان د امریکا هغه درې سوه میليوني ډالره نظامي مرسته هم له خنډ او ځنډ سره مخ شوه، چې امریکا به هر کال د پاکستان د پوځ او نظامي ادارو سره کوله.

بل خوا په پاکستان کې د پوځ پر مټ راغلی لومړى وزير عمران خان اوس په دې هڅه کې دی، تر څو د نړیوالو پام ځان ته واړوي او د طالبانو ضد سیاست یې غوره کړی، نوموړی هڅه کوي تر څو نړیوالو ته وښایي چې دوی له طالبانو څخه ملاتړ نه کوي او هغه نړیوالې مرستې بېرته لاسته راوړي، چې په تېرو څو کلونو کې یې له لاسه ورکړې دي. اوس تازه راپورونه وایي چې پاکستاني پوځ له خپلو سیمو څخه د طالبانو په شړلو پیل کړی دی. د پاکستان په یو شمېر سیمو کې اوس طالبان نیول کیږي او پاکستاني پوځ طالبانو ضد ښکاره او استخباراتي عملیات پیل کړي دي.

دغه عملیات وروسته له هغې پیل شوي دي چې ایلس وېلز وویل چې پاکستان دې یا طالبان مذاکراتو ته تیار کړي او یا دې یې افغانستان ته ولېږي.

اوس په هغو لارو باندې چې پخوا به طالبانو پاکستان ته پرې تګ راتګ کاوه، سخت امنیت نیول شوی دی، نه هم روغ او نه هم ناروغ طالبان پرېښودل کیږي، یا خو نیول کیږي او یا خو بېرته افغانستان ته شړل کیږي.

همدارنګه د کوټې په روغتونونو کې ټپي افغانان د طالب په نوم اېستل کیږي، چې دا د بشریت ضد کړنه ده. عیني شاهدانو خبریال ډاټ کام ته په خبرو کې ویلي دي چې د بلوچستان ایالت په کوټې ښار کې د ساجد روغتون، اکرم روغتون، مېموریل روغتون او جنرل روغتون څخه زیات شمېر افغان ناروغان د طالب په نومونو شړل شوي دي.