fbpx

ننګرهار کې يوه فابريکه او درملتونونه وتړل شول

په ننګرهار ولايت کې د پامير په نوم د مالګې د پروسس يوه فابريکه وتړل شوه.

د ننګرهار ولايت څخه خبريال ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ غازي امان الله خان ښارګوټي کې د پامير په نوم د مالګې پروسس فابريکه د روغتيايي سټنډرډ نه مراعت کولو له امله وتړل شوه.

د ننګرهار عامې روغتيا رياست مسئولين وايي، چې د يادې فابريکې مسئولينو روغتيايي اُصولو ته پاملرنه – نه کوله او مالګه یې د روغتيا لپاره په زيان تماميده.فابريکه مالګه

د ننګرهار والي وياند عطاء الله خوګياڼي خبريال وېبپاڼې سره په خپلو خبرو کې وويل، په ورته وخت کې روغتيايي مسئولينو جلال اباد ښار کې د امید، برسات عرب او عمر درملتونونه د تقلبي او غیر مجاز درملو د موجودیت له کبله تړلي دي.

د ولايتي ادارې له خوا دا ګامونه هله پورته شول، کله چې يو شمېر ښاريانو د يادې فابريکې او درملتونونو په اړه شکايتونه وکړل.

په افغانستان کې ډېرى وخت له نورو هېوادونو څخه قاچاقي شيان راوړل کېږي، چې په هغې کې هم معيار ته نه کتل کېږي او دا په افغانستان کې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.درملتون

د ننګرهار يو تن ګل محمد خبريال ته وويل، چې په ننګرهار کې اوس هم ډېرى شيان داسې خرڅېږي، چې هېڅ معيار يې په پام کې نه وي نيول شوى. دا شيان زياتره له ګاونډي هېوادونو څخه راځي او يا هم يو شمېر کسان دلته غېر معياري شيان توليدوي، چې د ننګرهاريانو ژوند يې له خطر سره مخ کړى دى.

د ننګرهار خلکو په دې خوښي وښوده، چې د غېر معياري فابريکې او درملتونونو پر ضد دولت اقدامات وکړل.

Loading...