fbpx

روسيه کې د افغانستان سولې په تړاو جوړېدونکې غونډه وځنډول شوه

د روسې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف له ولسمشر غني سره ټيليفوني خبرې کړي دي او دواړو خواوو تصميم نيولى دى، چې په ماسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو جوړېدونکې غونډه به وځنډول شي. همدا راز روسيې ويلي دي، چې موږ هم د افغانانو په مالکيت د سولې لپاره خپلې هڅې ترسره کوو.

له ارګ څخه خبريال ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، ولسمشر غني په ټليفوني مکالمه کې وويل، په افغانستان کې د دایمي سولې د ټینګېدو په خاطر د بین المللي او منطقوي دوستانو او شریکانو په ځانګړي ډول د روسیې فدراتیف دولت د هڅو قدرداني وکړه، وې ویل، د کابل په دویم کنفرانس کې د سولې هر اړخیزه برنامه چې د افغانستان د خلکو د بېلابېلو اقشارو سره په مشورې او د نړيوالې ټولنې په ملاتړ جوړه شوې وه، سرتاسري او پایداره سولې ته د رسېدو ټول اساسي اصول یې ټاکلي دي.

ولسمشر غني زياته کړه، په دې خاطر چې اصلي او اساسي اصول چې هغه د افغانانو په مالکیت سوله ده په پام کې ونیول شي او هره هغه پروسه چې په دې برخه کې کار کوي، باید په پوره همغږۍ ورته امادګي ونیول شي، نو د دغو ناستو موثریت به زیات کړي.

په خبرپاڼه کې زياتوي، په دغه تیلفوني مکالمه کې د روسیې فدراتیف دولت د بهرنیو چار وزیر له ولسمشر غني څخه مننه وکړه چې د ټیلفوني مکالمې لپاره یې وخت ورکړ او زیاته یې کړه، موږ هم د افغانانو په مالکیت سوله غواړو او په دې برخه کې هرې موثرې همکارۍ ته چمتو یوو او د افغانستان حکومت سره په همغږۍ به هره هڅه او همکاري ترسره کړو.

په خبرپاڼه کې زيات شوي چې دواړو خواوو تصميم ونيوه، چې د لا زياتې امادګۍ او موثريت په خاطر به د مسکو ناسته وځنډول شي، تر څو دواړه هېوادونه په ګډه د دغې ناستې لپاره چمتووالى ونيسي، افغانستان او د روسيې دولت به په ګډه د دغې ناستې مديريت او کوربه توب وکړي.

خبرپاڼه زياتوي، په دغه موده کې به د افغانستان حکومت په کور دننه سلا مشورو ته دوام ورکړي او هم به د دواړو هېوادونو ترمنځ ټیمونه د ناستې د څرنګوالي او وخت معلومولو په خاطر ګډ کار وکړي.