fbpx

نايب، شاهدي، راشد او محمد نبي افغانستان ته بريا ور په برخه کړه

د ګلبدين نايب او حشت الله شاهدي خوندورو پنځوسيزو او د راشد خان، محمد نبي او آفتاب عالم خطرناک بالنګ افغانستان بريا ته ورساوه. افغانستان په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې آيرلېنډ په ٢٩ منډو مات کړ.

د افغانستان او آيرلېنډ ترمنځ د ٣ يو ورځنيو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه نن د آيرلېنډ په بيلفاسټ کې ترسره شوه، چې د لوبې پچه آيرلېنډ وګټله او افغانستان ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د توپوهنې لپاره حضرت الله ځاځى او او احسان الله جنت لوبغالي ته راووتل.

حضرت الله شاهدي په څلورم اوور کې خپله ويکټه له لاسه ورکړه او په اووم کې بيا احسان الله جنت هم خپله ويکټه له لاسه ورکړه. د افغانستان دواړه د پيل توپوهونکي ښه ونه ځلېدل.

ګلبدين نايب او رحمت شاه ښه لوبه پيل کړه او د افغانستان منډې يې يو ځاى ته ورسولې، خو رحمت شاه په اتلسم اوور کې خپله ويکټه لاسه ورکړه، نوموړي ٢٩ منډې کړې وې.

د ګلبدين نايب مرستې ته حشمت الله شاهدي توپوهنې ته راووت او دواړه بيا ډېره خوندوره توپوهنه وکړه. ګلبدين نايب ٦٤ او حشمت الله شاهدي ٥٤ منډې وکړې او د افغانستان لپاره يې د يو ښه هدف هڅه وکړه.

شفيق الله او آفتاب عالم ١١، ١١ منډې وکړې، محمد نبي او راشد خان يوه يوه منډه وکړه، مجيب الرحمان بيا ٤ منډې وکړې.

افغانستان په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٩ ويکټو په تاوان ٢٢٧ منډې وکړې او آيرلېنډ ته يې د ٢٢٨ منډو هدف وټاکه.

د آيرلېنډ له خوا بيا ټيم مرتغ ٤ او بويډ رنکين ٣ لوبغاړي وسوځول، همدا راز پيټر چيس او انډي مک براين هم يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.

د ياد هدف ترلاسه کولو لپاره د آيرلېنډ ويليم پورټرفيلډ او پال سټرلنګ توپوهنې ته راووتل، خو سټرلنګ په اووم کې خپله ويکټه له لاسه ورکړه. ورپسې انډي بالبرني توپوهنې ته راووت، چې ډېره ښه لوبه يې پيل کړه، خو پورټرفيلډ په ١١م اوور کې خپله ويکټه له لاسه ورکړه، همدا راز نيل اوبراين هم يواځې ١١ منډې وکړې او خپله ويکټه يې له لاسه ورکړه. سيمي سنګ هم په ٢٧م اوور کې بېرته لاړ، انډي بالبرني بيا په ٨٢ توپونو ٥٥ منډې وکړې او په ٣٤م اوور کې يې خپله ويکټه له لاسه ورکړه.

ګېري ويلسن بل هغه لوبغاړى و چې ښه توپوهنه يې وکړه، نوموړي ٣٨ منډې وکړې. همدا راز په نورو لوبغاړو کې پورټرفيلډ ١٦، سټرلنګ ١٠، نيل اوبراين ١١، سيمي سنګ ١٦، کيوين اوبراين ٢٢، انډي مک براين ١٢، ټيم مرتغ ٢ او رنکين ١ منډه ترسره کړه.

آيرلېنډ په ٤٨.٣ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٩٨ منډې وکړې او په ٢٩ منډو يې لوبه بايېلوده.

د افغانستان له خوا بيا راشد خان، محمد نبي او آفتاب عالم دوه دوه لوبغاړي وسوځول او مجيب الرحمان او ګلبدين نايب بيا يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.

د لوبې پايله دا شوه چې افغانستان په ٢٩ منډو بريا ترلاسه کړه.

د افغانستان او آيرلېنډ د ٣ يو ورځنيو لوبو په سيريز کې افغانستان د ١-٠ سره مخکې شو.

په نننۍ لوبه کې نوموړى توپوهونکى او ويکټ ساتونکى محمد شهزاد نه و لوبول شوى او همدا راز د حضرت الله ځاځي لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه هم وه.

د دواړو لوبډلو دوهمه يو ورځنۍ لوبه به د اګست په ٢٩مه او وروستۍ لوبه بيا د اګست په ٣١مه ترسره کېږي.