کور پاڼه / ځانګړي مطالب / روستار ترکی : ملا عمر دیویشتمې پیړۍ امیر عبدالرحمن

روستار ترکی : ملا عمر دیویشتمې پیړۍ امیر عبدالرحمن

د طالب غورځنګ د بنسټګر مشر ملا محمدعمر اخوند د ژوند او واکمنۍ په تړاو لږ شننې شوي او دلیل یې دادی چې د واکمنۍ ارزونه او له مرګ وروسته یې په تړاو خبرې داسې مهال مخې ته راتلې چې په سیمه او افغانستان کې دهغه چا واک او ځواک و چې د نوموړي واکمني یې ړنګه کړې وه او له هغه سره د دوښمنۍ په نوم سیمه له یوه مخه بدلو حالاتو سره مخ شوه .

ښايي جوړ جاړی او یا دحاکم نظر په سیوري کې چا دا جرات نه کاوه چې دافغانستان ددغه مهمې څیرې او په خورا حساسو شرایطو کې دپیښ شوي اوښتون داستان حقیقي ولیکي .

خبریال ویبپاڼې د تاریخ د یوه ریښتي اړخ دخوندي کولو په تړاو د ویرې او خاموشۍ کنګلونه مات کړل او پرلپسې لیکنې او مرکې دملا محمد عمر اخوند په تړاو دخبریال د ځانګړې لړۍ برخه شوه دادی دکابل پوهنتون دپخواني استاد او فرانسه کې میشت افغان حقوق پوه روستار ترکي سره په دې اړوند شوې مرکه درته خپروو نوموړی بې پرې او له سیاسي شاخو په څنډه لیکوال دی دا هم تاسې او له خبریال ویبپاڼې سره د استاد روستار ترکي بشپړه مرکه .

خبریال : استاد رستار ترکی صیب  ! ملاعمر اخوند څومره پيژنئ دهغه شخصیت مو څومره  مطالعه کړی ؟

روستار ترکی:

د ملا محمد عمر په اړه زما مالومات د مطبوعاتو او د خپرونو  او د ځېنو دوستانو د څرګندونو ( نقل قول ) ، په محور راڅرخي.

ملا محمد عمر د خپلې واکمنۍ په دوره کې له رسنیو او مطبوعات سره جوړ نه وو. په آرشیف کې د ده د شخصي ژوند او سیاسي معتقداتو په اړوند لږ مالومات لرو. د دغه مالوماتو لویه برخه د لوېدیزوالو او د کورنیو مغرضو کړیو له خواه  د بدبینۍ اوغرض تر اغېز لاندې لیکل شوي دي.

 دا چې د شپاړلسو کلونو راهیسې ولې د ملا عمر د شخصیت په شاوخوا کې تبلیغاتي ډوندوره توده ساتل شوې ده یو لامل لرلي شي : نوموړی د افغانستان د سیاسې تاریخ په یو حساس پړاو کې واک ته ورسید.

خبریال ، پوښتنه :

 فکر کوئ ملا عمر اخوند له ‌‌‌‌‌‌ډرامې پرته یو څوک و چې راپورته شو او واک ته ورسېده مانا بهرنی لاس یې په شا نه درلوده؟

 روستار ترکی :

 د طالبانو تحریک د یوه ستراتژیک پلان په چوکاټ کې رامنځ ته شو چې په هغه کې د سیمې او له سیمې   د باندې هیوادونو ګدون درلود. پاکستان، سعودي عرب، امریکا او انگلستان هر یوه غوښتل د طالبانو تحریک د یوه لاسوند په توګه د ځانګړو مقصدونو د رسیدو په خاطر وکاروي .

– پاکستان په افغانستان کې د یو دوست اسلامي ګوډاګي حکومت د جوړیدو په لټه کې وو.

لاسپوڅی حکومت باید  په سیمه کې د جهاد د فتوا مرکز وي او د اړتیاوو په صورت کې د جهاد لشکر کشمیر ته ورولیږي.

– عربستان غوښتل چې په سیمه کې د طالبانو اسلامي امارت د ایران د هژمونیستي سیاست پر وړاندې استعمال کړي.

– امریکا او انگلستان د طالبانو د واکمنۍ له لارې په سیمه کې ستراتژیک او ژیوپولتیکې موخې په نښه کړې وې.

 خو له عربستان  پرته درې نور هیوادونه د یو موضوع په سر باندې متفق وو: هغه دا چې د شورویانوله وخته  پاتې شویو وسلې دې  د کورنۍ اوږدمهالې جګړې د لارې استهلاک شي. دغه پروگرام د مجاهدینو د واکمني  په دوره کې پیل شو او د طالبانو له راتګ سره یې دوام وموند.

خبریال – پوښتنه :

ولې ملاعمر  نړیوالو اول کې د سولې دلښکر سر لاری یادوه او بیا وروسته  بدنام یاد شو چې بیه یې دهغه د واک ړنګېده شو؟

ځواب روستار ترکی : 

 په یوه ویشتم پیړۍ کې اسلامي بنسټ  پالنې ته د نیابتي جګړو د لاسوند په توګه کتل کیږي.

په سیمه کې  اسلامي بنسټ پالنه افغانستان ته د شوروی له یرغل   وروسته لویدیز ستراتژستانو لاس ته  ولویده. د اخوان المسلمین، القاعده او داعش انشعابي  ډلو ټپلو د پلان شوېو جګړو افزار ګڼلی شو چې په ځینو مواردو کې خپله وسله د  ’’ ډونر ‘‘  پر وړاندې استعمالوي.

د مقاومت او جهاد په لسیزه کې لوېدیزوال د مجاهدینو تر شأ ولاړ وو. د دغه واقعیت په نظر کې نیولو سره چې بنسټ پالنه جهاد ته صلابت او پیاوړتیا ور په برخه کوي ، تنظیمونو د خپلې مذهبی راډیکال دریځ  په اندازه  پیسې او وسلې ترلاسه کولې.

کله چې د طالبانو د تحریک د جوړیدو وخت راورسید، اسلامی راډیکالیزم په جګړه کې د آزموینې نه  بریالي وتلې وو. پاکستان د لویدیزوالو د تکتیک نه ګټه پورته کړه : د طالبانو تحریک چې باید د افغانستان صوفي او منځلاري اسلام  پر محور جوړ شوی واي ، د پاکستان د دیني مدارسو تر اغیز لاندې راغی او افراطیت ته یې مخه کړه. پاکستان بل د خطر نه ډک ګام واخسته : اسلامي راډیکالیزم یې د خپل بهرني  سیاست د یوې قاعدې په توګه وکاروه : پاکستان په افغانستان کې  چې څلویښت کاله سلطنتي نظام او شل کاله جمهوري سیستم له سره تیر کړې وو، د طالبانو ’’ اسلامي امارت ‘‘  د جوړیدو لپاره بند او بست وکړ. افغانانو ته  یې امیر المومنین وټاکه. د اسلامي او غیر اسلامي متمدنې لاسته راوړنې پره وړاندې یې   طالبان دښمنۍ ته وپارول . كله چې  خبره د بامیان د بتانو نړولو ته شوه ، د دنیا  زغم وروستي پړاو ته ورسیده.

دا چې ولې پاکستان طالبان رادیکالیزم خواته تشویقول باید و وایو چې آی، اس، آی غوښتل افغان  طالبان د اړتیا  پر وخت کې په  کشمیر ( دارالحرب او دارالجهاد ) وجنګوي.

د طالبانو پر وړاندې د لوېدیزوالو بد چلند بل لامل دی چې طالبان یې د بنسټ پالنې خوا ته منحرفول. د طالبانو حکومت  یوازې د دری هیوادونو له خوأ په رسمیت پیږندل شوي و او د سختو اقتصادي تعزیراتو لاندې و. څومره چې په طالبانو باندې د بهرنیانو فشار  په اړه راډیکالیزم کیده. زیاتیده، هغومره د طالبانو کړنه د بشري حقونو خلاف لوړېده.

خبریال – پوښتنه 

کوم جلا هنر لوی ملاصیب  درلود چې هم ‌‌‌‌‌‌ډير لوستی نه و او هم دومره مشهور هم نه و او له یو وارې درهبرۍ دریځ ته ودرېده؟

روستار ترکی : 

 د ملا عمر چټک فتوحات کورني او بهرني لاملونه  لري :

کورني پدې مانا چې :

– ملاعمر سیاسي پوهه او نبوغ نه درلود. خو د عام ولس په غیږ کې  لوي شوې وو او د سیاست چلول  یې د عام ولس له لمنې  زده کړي و : کله چې شورویان پر افغانستان  یرغل وکړ، دی د جهاد په لیکو کې ورګډ شو. ملاعمر د روسانو له ماتې وروسته د جهادیستانو د کورنيو جګړو شاهد وو. اوږد مهاله جګړه او  ګډدوډي  چې د هیواد مادي او معنوي شتمني  یې له زوال سره مخ کړې وه  او هیواد ناوړه حالت ته رسیدلی و، د ځوان ملا  په ذهن او روحیاتو باندې یې  اغیز وکړ او ورته یې  د قاطعیت او  سازماني انظباط  سبقونه القاح کړ. ملا عمر توره (شمشیر) او قرآن په لاس میدان ته ورګډ شو.  دا د افغانستان د هغه وخت د سیاسي تاریخ یوه اړتیا وو. ځاي لري چې ملا عمر ته د یو ویشتم پیړي امیر عبدالحمن خان لقب ورکړو.

– ملا عمر د یوه قومي او قبیلوي انساني جوړښت له غیږې چې د افغانستان په سلو کې پنځه شپیته خاوره یې  تر خپل کنترول لاندې لرله راپاڅیدلې و.

– افغانانو له هغو نظامونو  چې د طالبانو له راتګ مخکې  په افغانستان کې یې  زورواکي چلوله بدې خاطرې درلودې : کمونیستانو د افغان ټولنې  د جوړښت د دوه محورنو یانې اسلام او ناسیونالیزم سره په ټکر کې زیاتې وینې تویی کړې. ورپسې مجاهدین د اسلام تر بیرغ لاندې یو له بل سرونه  غوڅ کړل او هیواد د جنګي ډلو ټپلو تر منځ وویشل.

د مخکنیو واکمنیو ناوړه خاطرو ولس دې ته اړ کړ چې د  طالبانو خوځښت ته هرکلي ووایي.

–  له یوې خوأ د طالبانو د تحریک زیات  غړي د دیني مدارسو فارغ التحصیلان و. له بلې خواه د اسلامي تحریک د فتوحاتو ټولنیز بستر یانې افغانستان اسلامې جوړښت درلود. بناً اسلامي شعار د طالبانو د چټک پرمختګ بل لامل و.

بهرني پدې مانا چې  :

د شورویانو له ماتې   وروسته د سیمې او له  سیمې دباندې هیوادونو د افغانستان د اوږدمهال کنترول په موخه د یو پلان په جوړیدو کار پیل کړ  چې په کې طالبانو کلیدي رول لوباوه.

خبریال ، پوښتنه 

– که  یې دجګړې لوری هیر کړو ملا عمر اخوند څومره ریښتینی افغان و؟ 

روستار ترکی :

 ملا عمر د پښتونولي په اصولو باندې ولاړ سچې افغان و. په دیني او ملي ضوابطو باندې یې  باور درلود. دي اصلاً  منځ لارې مسلمان ، حلیم او د زغم سړي و . خو د  افغانستان ګډوډي د جګړې ( جهاد ) اړتیا ورباندې وتپل شوه . عربان، آي، اس، آي او د پاکستان اسلامي گوندونو ملا عمر بنسټ  پالنې خوا ته  تشویق کړ.

خبریال پوښتنه:

 – نوموړی پر پاکستان بدنام و خو مشهور خبریالان او سیاستوال وايي د ‌‌‌‌‌‌ډيورند ‌‌‌‌‌‌ډ کرښې په تړاو یې پاکستان ته رټ ځواب ورکړی و او هم یې وخت ناوخت په کرښه دجګړو پروخت طالبانو ته په پټه شاباسۍ ورکولې ؟

روستار ترکی :

 ملا عمر سره له دې چې د پاکستان په ملاتړ د اسلامي امارت سروالي ته رسیدلې وو خو د پاکستان تر قوماندې لاندې نه وو. هغه  تل خپل کړه وړه ملي ګټو او ارز ښتونو ته په پام کول  : اسفندیار ولي خان وايي پاکستاني پلاوي چې  کله چې  د ده سره په لیدنه کې د ډیورند د کرښي د رسمی  کیدو موضوع مطرح کړ د ملا صاحب د قهر سره مخ شو.

په مزار شریف کې د ایران د جاسوسانو اعدام او د ایران د غچ اخیستونکي برید  پر وړاندې د افغانستان او ایران په پُولو کې د طالبانو دفاعي اقدامات په ډاګه کوي چې ملا عمر د ملي ګټو په سر باندې د معاملې سړي نه وو.

باید هیره نه شي چې  ملاعمر د اسلامي نړۍ یواځنی مشر و چې په ١٩٩٨ م کال کې یې  د اسلامي اخوت  بنسټ  چچن  ېې په رسمیت وپیژاند او له  دې لارې په افغانستان کې روسانو یرغل ته دیپلوماټیک ځواب ورکړ.

خبریال :

  • دملاعمراخوند جوهر دهغه په پاتې غورځنګ کې وینئ ؟ 

روستار ترکی :

 ملا عمر ځانګړی کرکټر درلود چې د ده ځاي ناستي  کسان د هغه نه بې برخې و. هغه د خپل عمر په اوږدو کې د طالبانو تحریک یو موټې او مضبوط ساتلې و.

د دغه واقعیت په نظر کې نیولو سره چې ګڼ شمیر پاکستاني طالبانو ورته بیعت کړې وو، ملا عمر د اسلامیستانو په منځ کې د لر او بر د یووالې د سمبول په حیث مطرح و.

 ډ ملا عمر له مړینې   وروسته د طالبانو په منځ کې مخکني یووالې تر سوال لاندې راوستل شو ، په ٢٠١٥ م کال کې افغان  او پاکستاني ( د هغې جملې نه حافظ سعید ) لسګونه طالبان د اسلامي دولت ( داعش ) د لیکو سره یو ځاي شول. ملا رسول ځانته جلأ ډله جوړه کړه. البته ملا محمد رسول د طالبانو غړی وو او حافۍ سعید یې بیت کړی وو.

د بن لادن او ملا عمر له مړینې  وروسته او د شیخ محمد خالد  ( د مصر تبعه او د سپتامبر ١١ د چاودنې پلان جوړونکي ) او د رمزي ( د یمن تبعه او د ډلې خزانه دار ) د توقیف نه پس یوازې ایمان الظواهري ژوندی پاتې شو. لوېدیزوالو د افغاني طالبانو مقاومت د عربو ترهګرو په تړاو مطرح کاوه او ګومان یې   وه چې د عربو ملاتړو د نشتوالې له کبله د افغاني طالبانو مقاومت پای ته رسیږي. خو سره له دغو ټولو ناوړو پیښو د طالبانو د تحریک اصلي  اډانه چې په افغاني ټولنه کې یې ریښې لرلې، یو موټې او پیاوړې پاتې شوه  او د افغانستان د خپلواکۍ په موخه یې خپلې مبارزې ته دوام ورکړ.

’’ پاي ‘‘

ولسمشر ټرمپ د ملامحمد عمر اخوند پر قدم ! میرویس افغان 

بیا وګوره

ولسمشر ټرمپ د ملامحمد عمر اخوند پر قدم ! میرویس افغان

د طالبانو د تحریک بنسټ اېښودونکی ملامحمد عمر  او د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ  دواړه …