فېسبوک د همفکره ملګرو يو ځاى کولو لپاره کار کوي

په انټرنېټ د ټولنيزو رسنيو تر ټولو لويه وېبپاڼه فېسبوک غواړي چې د همفکرو ملګرو د يو ځاى کولو لپاره لاس په کار شي.

په دې لړ کې فېسبوک نهايي پرېکړى ته رسېدلى دى او غواړي چې هغه کسان، چې په فکري ډول يو بل ته نږدې وي، د هغوى لپاره په فېسبوک کې داسې زياتونه کوي، چې دواړه سره نږدې کړي.

په دې لړ کې چې کوم معلومات خپاره شوي دي، په هغې کې ويل شوي دي، چې که يو کس په افغانستان کې ژوند کوي او بل کس بيا په برېتانيه يا امريکا کې ژوند کوي، دواړه له يوه بل ډېر ليرې وي، خو که په فکري لحاظ سره کوم تړون ولري، نو فېسبوک به هڅه کوي، چې دا دواړه کسان سره يو ځاى کړي.

د بېلګې په ډول، که چېرته تاسو د يوه چا پاڼې ته لاړ شئ او هلته لايک يا تبصره وکړئ، په همدغه پاڼه کې چې نورو خلکو لايک يا تبصره کړې وي، فېسبوک به دا ټول کسان ګوري او داسې کسان به تاسو ته رامخې ته کوي، چې په څه نا څه لحاظ يې ستاسو په څېر کړنه ترسره کړي وي.

هر هغه څوک، چې فېسبوک فکر کوي ستاسو همفکره به وي، د هغوى د نومونو سره لاندې به يوه ځانګړې پټه راښکاره کېږي، تر څو فېسبوک تاسو ته ووايي، چې د دې سړي سره مو په فکري ډول څه نا څه تړون شته.

که څه هم تاسو په فېسبوک وګورئ، نو هېڅوک په دې برخه کې نه شي بريالى کېداى، چې خپل فکري ملګري په اسانۍ پېدا کړي، دا نوې زياتونه د همدغه ډول خلکو لپاره دى، چې څوک غواړي په فېسبوک کې يواځې خپل همفکره ملګري له ځان سره وساتي.