fbpx

افغانستان نن د پنځوس اوريزو لوبو سليزه بشپړوي

نن به د آيرلېنډ په بيلفاسټ کې افغانستان او آيرلېنډ د سيريز دوهمه لوبه ترسره کړي، چې دې سره به د افغانستان د پنځوس اوريزو لوبو سليزه هم بشپړه شي.

افغانستان نن د آيرلېنډ پر ضد خپله ١٠٠مه لوبه ترسره کوي.

د ګران هېواد ملي لوبډلې خپله لومړۍ يو ورځنۍ لوبه په ٢٠٠٩ کال کې د اپريل په ١٩مه نېټه د سکاټلېنډ پر وړاندې ترسره کړې وه، چې ياده لوبه يې د ٨٩ منډو په توپير سره ګټلې وه.

افغانستان د کرکټ په دې لس کلن مزل کې چې ٩٩ لوبې يې ترسره کړي دي، ډېر شمېر لوبغاړو په دې لوبو کې د افغانستان استازولي کړې ده او په ٥٢ لوبو کې يې افغانستان ته بريا ورپه برخه کړې ده، همدا راز ٤٥ لوبو کې بيا افغانستان ماته خوړلې ده او دوه لوبې بې پايلې پاى ته رسېدلي دي.

د افغانستان په دې لس کلن سفر کې يو شمېر داسې لوبغاړي هم د افغانستان لپاره لوبېدلي دي، چې په ټوله نړۍ کې يې ځانګړي نومونه پېدا کړي دي. حميد حسن يو مهال د افغانستان ډېر پېژندل شوى لوبغاړى و، چې د کرکټ بورډ د داخلي سياست ښکار شو او اوس له کرکټ څخه بهر دى.

راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان نور هغه لوبغاړي دي، چې نه يواځې د افغانستان لپاره يې ستر وياړونه راوړي دي، بلکې په تجارتي سياليو کې يې هم ځانګړي نومونه پېدا کړي دي او هر چرته چې لوبېدلي، خپل او د هېواد نوم يې روښانه کړى دى.

نن د افغانستان په وخت ٢:٣٠ بجې افغانستان او آيرلېنډ په دويمه پنځوس اوريزه لوبه کې سره مخامخېږي. په لومړۍ لوبه کې افغانستان بريا ترلاسه کړې او په سيريز کې د ١-٠ سره مخکې دى.

افغانستان د ٣ شل اوريزو او ٣ يو ورځنيو لوبو سيريز لري، چې د شل اوريزو لوبو سيريز کې افغانستان په ٢-٠ سره بريا ترلاسه کړې او د يو ورځنيو لوبو سيريز لا هم دوام لري.

Loading...