اوس به په فېسبوک ويډيو شريکوونکي هم پېسې ګټي

فېسبوک په خپله پاڼه يوه نوې زياتونه کړې ده، چې ورته د (ويډيو واچ) نوم ورکړل شوى دى، دا تېر کال يواځې په امريکا کې وړاندې شوى و خو اوس فېسبوک په ټوله نړۍ کې خپور کړ.

د فېسبوک (ويډيو واچ) په دې نوي سرويس کې به د بېلا بېلو شرکتونو اصلي ويډيوګانې خپرېږي.

خو په دې کې خوندوره خبره دا ده، چې اوس به د فېسبوک له ويډيوګانو څخه خلک پېسې هم ترلاسه کوي.

د فېسبوک اداره وايي، چې هغه غوره کسان، چې په برېتانيه، آيرلېنډ، آسټراليا، نيوزي لېنډ او امريکا کې ژوند کوي، هغوى کولاى شي چې په فېسبوک له خپلو ويډيوګانو څخه پېسې هم ترلاسه کړي، د نړۍ نورو هېوادونو کې به هم ډېر ژر دا سرويس فعال شي.

هر يو کس چې په فېسبوک په ژوندۍ بڼه راځي، د تبصرو په ځاى کې به د اډ بريک په نوم اعلانونه راخپاره کېږي، چې له هغې به ياد کس پېسې ترلاسه کوي.

له دې پرته لږ تر لږه د ٣ دقيقو ويډيو چې هم څوک په خپله فېسبوکپاڼه شئير کوي، هغوى به هم وکولاى شي چې له ويډيو پېسې ترلاسه کړي. خو شرطونه يې دا دي چې په ٢ مياشتو کې به ٣٠ زره ليدونکي لري او ١٠ زره فالوورز.فېسبوک ٢

فېسبوک وايي، چې د دې سرويس لپاره د موادو په تيارولو دوه اربه ډالر مصرفوي، تر څو يوټيوب او نېټ فليکس ته ماتې ورکړي.

د فېسبوک په وينا، د دې نوي سرويس سره به يوې خواته د فېسبوک کاروونکي ډېر وخت همدلته فعاله وي، بل خوا به د اعلانونو په خپرولو د فېسبوک ګټه کې هم زياتوالى راشي.

همدا راز ويل شوي دي، چې د ويډيو واچ سرويس له راتګ سره به د فېسبوک کاروونکي د ټلويزيون او يوټيوب ليدو ته نوره اړتيا نه محسوسوي، ځکه هغه هر څه به په فېسبوک کې ترلاسه کوي.