fbpx

افغانستان په خپله ١٠٠مه لوبه کې ماته وخوړه

د افغانستان د توپوهونکو نه ځلېدل د دې سبب شول چې په خپله سلمه لوبه کې ماته وخوري. يوې خواته توپوهونکي ښه ونه ځلېدل او بلخوا توپ اچوونکو ونکولاى شول چې د مخالفې لوبډلې توپوهونکي قابو کړي، دا لامل شو چې په ٣ ويکټو آيرلېنډ بريا ترلاسه کړه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.

محمد شهزاد او حضرت الله ځاځى توپوهنې ته راووتل، خو دواړه په توپوهنه کې ناکام شول، محمد شهزاد په دوهم توپ په صفر وسوځېده او حضرت الله ځاځي په ٢ توپونو بيا ١ منډه وکړه او د مرتغ په بال وسوځېده.

ګلبدين نايب هم دا ځل ونه توانېده چې ښه توپوهنه وکړي او يواځې ٧ منډې يې وکړې. رحمت شاه بيا تر څه حده پورې په مېدان کې ودرېده او ٣٢ منډې يې زياتې کړې، خو حشمت الله شاهدي بيا يواځې دوه منډې کړې وې چې رن اوټ شو.

نجيب الله ځدراڼ بيا ٤٢ منډې وکړې او د افغانستان منډې يو ځاى ته ورسولې، همدا راز کپتان اصغر افغان هم تر نورو ښه لوبه وکړه او ٣٩ منډې يې وکړې، آفتاب عالم ١٦، محمد نبي ١٣، مجيب الرحمان ١٢ او راشد خان بيا ١٠ منډې وکړې.

افغانستان په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو سره ١٨٢ منډې وکړې او آيرلېنډ ته يې د ١٨٣ منډو هدف وټاکه.

ټيم مرتغ ٤، سمي سنګ، اوبراين او پيټر چيس يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.

د آيرلېنډ لوبغاړي توپوهنې ته راووتل، مجيب الرحمان د لومړي اوور په څلورم توپ د پورټرفيلډ ويکټ ترلاسه کړه، خو له هغې وروسته پال سټرلنګ او انډي بالبرني ودرېدل او دواړو ډېره ښه توپوهنه وکړه. پال سټرلنګ ٣٩ او انډي بالبرني ٦٠ منډې وکړې، همدا راز سيمي سنګ بيا ٣٦ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.آيرلېنډ

له دوى پرته نيل اوبراين ١٠، کيوين اوبراين ٨، ګېري ويلسن ٤، انډي مک براين ١ او ټيم مرتغ بيا ٤ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د افغانستان له خوا راشد خان ٣، محمد نبي ٢، مجيب الرحمان او آفتاب عالم يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.

آيرلېنډ د افغانستان د ١٨٣ منډو هدف په ٤٣.٥ اورونو کې پوره کړ او لوبه يې په ٣ ويکټو وګټله.

د افغانستان او آيرلېنډ ترمنځ د ٣ پنځوس اوريزو لوبو سيريز په ١-١ سره برابر دى، دريمه لوبه چې د اګست په ٣١مه ترسره کېږي، هرې لوبډلې چې وګټله، سيريز به هم د هغه لوبډلې په نوم شي.

نن د افغانستان سلمه پنځوس اوريزه لوبه وه، چې يې ترسره کړه، همدا راز محمد نبي بيا د افغانستان يوازينى لوبغاړى شو، چې د افغانستان له خوا يې په سل پنځوس اوريزو لوبو کې برخه اخيستې ده.

Your SEO optimized title page contents