fbpx

نواز الدين صديقي په فلم کې د کار کولو په بدل کې يوه روپۍ واخيسته

د اردو ژبې د نوموتي لنډه کيسه ليکونکي سعادت حسن منټو په ژوند په جوړ شوي فلم کې د کار کولو په بدل کې نوموتي هندي ممثل نواز الدين صديقي يواځې يوه روپۍ واخيسته.

د فلم نوم (منټو) دى، چې د ټرېلر يا د لومړۍ ويډيو د خپرېدو څخه وروسته د دې فلم مينه وال ورته ډېر بې صبره دي.

فلمي کره کتونکي وايي، چې د دې فلم کيسه ډېره خوندوره ده، همدا لامل دى چې نه يواځې د سعادت حسن منټو مينه وال ورته په تمه دي، بلکې نور خلک هم ورته ډېر بې صبره دي. دا فلم له نندارې څخه مخکې څو فلمي مېلو کې هم نندارې ته وړاندې شوى دى.

اوس پرېکړه شوې ده چې د راروانې مياشتې په ٢١مه نېټه به دا فلم په ټوله نړۍ کې نندارې ته وړاندې شي.

په فلم کې د سعادت حسن منټو رول نواز الدين صديقي لوبولى دى او د دې رول په بدل کې يې يوه روپۍ اخيستې ده، همدا راز د فلم جوړونکې وايي، چې په فلم کې چې نورو هم څومره ممثلينو کار کړى دى، هيچا د کار په بدل کې روپۍ نه دي اخيستي.

د فلم جوړونکې او ممثله ننديتا داس وايي، په فلم کې رشي کپور، جاوېد اختر، ديويا دته، رنوير شورى، پراب کوهلي او ديش پانډى په څېر ستورو کار کړى دى، خو څنګه چې نواز الدين صديقي يواځې يوه روپۍ واخيسته، نورو ممثلينو کې هيچا هم د کار په بدل کې پېسې نه دي غوښتي.

ننديتا داس وايي، چې دا فلم ورته له پېسو ډېر ارزښت لري.

هندي رسنۍ ليکي، چې د فلم په جوړولو باندې له لس تر پنځلس کروړه هندي روپۍ مصرف شوي دي، خو فلم جوړونکې دا نه دي ويلي، چې په فلم کې د کار کولو هيچا پېسې نه دي اخيستي، نو دا دومره پېسې يې په څه مصرف کړي دي؟