fbpx

نن افغانستان او آيرلېنډ د پنځوس اوريز سيريز لپاره جنګېږي

د افغانستان او آيرلېنډ ترمنځ د پنځوس اوريزو لوبو لړۍ وروستۍ لوبه نن د افغانستان په وخت ٢:١٥ بجې د آيرلېنډ په بيلفاسټ کې ترسره کېږي.

د پنځوس اوريز سيريز لومړۍ لوبه کې افغانستان بريا خپله کړې وه او دوهمه لوبه يې بيا آيرلېنډ په خپل نوم کړه، اوس به د سيريز په وروستۍ لوبه کې دواړه لوبډلې هڅه کوي، تر څو د نننۍ لوبې په بريا سره سيريز هم په خپل نوم کړي.

افغانستان د آيرلېنډ په سفر دى، چرته چې آيرلېنډ د افغانستان کوربه دى او د دواړو لوبډلو ترمنځ ٣ شل اوريزې او ٣ پنځوس اوريزې لوبې ترسره کېدې. د شل اوريزو لوبو په لړ کې لومړۍ او دوهمه لوبه کې افغانستان بريا ترلاسه کړه او دريمه لوبه د باران ورېدو له امله لغوه شوه، چې په ياد سيريز کې افغانستان بريالى شو.

اوس د يو ورځنيو لوبو لومړۍ  او دوهمه لوبه ترسره شوې ده، چې دواړه لوبډلې د ١-١ سره مساوي دي، خو په وروستۍ لوبه کې به دواړه لوبډلې هڅې کوي، چې بريا خپله کړي او سيريز هم په خپل نوم کړي.

په تېره لوبه کې د افغانستان د پيل توپوهونکي بېخي نه و ځلېدلي، نو دا ځل به وکتلى شي، چې افغانستان په خپله لوبډله کې څه بدلون راولي، که نه هماغه د تېرې لوبې لوبډله په ځاى ساتي.

د ٢٩ اګست لوبه د افغانستان ١٠٠مه پنځوس اوريزه نړيواله لوبه هم وه، چې افغانستان د کرکټ په ميدان کې خپلې سل نړيوالې لوبې ترسره کړې.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه په ٢٠٠٩ کال کې ترسره کړې وه، محمد نبي بيا د افغانستان يوازينى لوبغاړى دى، چې د افغانستان له خوا په لومړۍ لوبه کې هم لوبېدلى او پرله پسې په ١٠٠ لوبو کې يې د افغانستان نمايندګي کړې ده. نوموړى تراوسه پورې په هېڅ لوبه کې له لوبډلې نه دى کېنول شوى.

د افغانستان لپاره په نننۍ لوبه کې لوبېدونکي لوبغاړي:

احسان الله، رحمت شاه، اصغر افغان (کپتان)، حشمت الله شاهدي، محمد نبي، ګلبدين نايب، راشد خان، مجيب الرحمان، آفتاب عالم، محمد شهزاد (ويکټ ساتونکى)، حضرت الله ځاځى

د آيرلېنډ لپاره په نننۍ لوبه کې لوبېدونکي لوبغاړي:

ويليم پورټرفيلډ (کپتان)، انډي بالبيرني، پيټر چيس، اينډي مک براين، ټيم مرتغ، کيوين اوبراين، نيل اوبراين، بويډ رنکين، سيمي سنګ، پال سټرلنګ، ګېري ويلسن